1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هندوستان کې د بزګرو ځان وژنې د دوی میرمنې اغیزمنوي

۱۳۹۷ آذر ۱۸, یکشنبه

په هندوستان کې د تیرو دوو لسیزو په ترڅ کې د کافي کرنیزو حاصلاتو د نه ترلاسه کولو له کبله سلګونه زرو بزګرانو د بې وزلۍ او د پورونو په پایله کې ځان وژنه کړې. کارپوهان وايي چې دا کار په ځانګړې توګه میرمنې اغیزمنوي.

https://p.dw.com/p/39lIa
BdTD Indien Starkregen zerstört Reisfelder
انځور: Getty Images/AFP/N. Nanu

د مخدره توکو او جرمونو سره د مبارزې په برخه د ملګرو ملتونو په یوه وروستي رپوټ کې راغلي چې [هندوستان] د میرمنو له پاره تر ټولو خطرناک ځای دی، خو ویجای شري بهاګت په دې هکله معلومات نه لري، خو له دې موضوع سره همنظره ده. له دغه ځایه چیرته چې میرمن بهاګت ناسته ده څو متره لرې، ګڼ شمیر میرمنو لاسونه پورته کړي او له حکومت څخه د عدالت غوښتنه کوي. بهاګت هغوی ته وکتل او پوښتنه يې وکړه: «دا ښه دي خو څوک زموږ او زموږ له کورنیو ساتنه کوي؟»

 د بهاگت په نامه دغه هندۍ میرمن ۲۹ کلونه عمر لري او د هندوستان په شرقي ایالت ماهراشترا کې د واردها په ناحیه کې په بزګرۍ بوخته ده. د هندوستان په ایالتونو کې یو شمیر بزګران د کرنیزو حاصلاتو د کمښت، د بیو د لوړوالي او د پورونو د ډیروالي له کبله له کرنیز کړکیچ سره مخ دي. دغه څه د دې سبب ګرځیدلي چې په هندوستان کې هر کال ګڼ شمیر بزګران په ځان وژنه لاس پورې کړي.

د جرمونو پر وړاندې د هندوستان د ملي ادارې د خپرو شوو شمیرو له مخې د ۱۹۹۵ او ۲۰۱۰م کلونو په منځ کې شاوخوا ۲۵۷ زره بزګرانو ځان وژنه کړې ده. د «ټایمز» په نامه د هندوستان یوه ورځپاڼه اټکل کوي چې د هندوستان یوازې په ماهراشترا ایالت کې په ورځني ډول ۷ بزګران ځانونه وژني. په هندوستان کې کرنیز کړکیچ او د کروندګرو ځان وژنه د دې سبب ګرځیدلې چې د دې هیواد په پلازمینه نوي ډهلي کې د نومبر میاشتې په وروستیو کې پراخ لاریونونه ترسره شي. د دې لاریونونو له پاره په پلازمینه نوي ډهلي کې له ۱۰۰ زرو ډیر بزرګران راټول شوي وو او د هندوستان له لومړي وزیر نریندرا مودي څخه یې د دې ستونزې د حل غوښتنه کوله.

Indien - Weibliche Landwirte: Vijayshree Bhagat's Mann nahm sich 2012 das Leben
وجی شری یوه هندۍ بزګره دهانځور: DW/K. Purohit

د میرمن بهاګت د خاوند په څیر په هندوستان کې زیاتره نارینه بزګران ځانونه وژني. د بهاګت خاوند هم څو ځله د خرابو کرنیزو حاصلاتو په ترلاسه کولو او د داخلي ستونزو له کبله خپل ځان وژنه  وکړه. دوی ۷ میاشتې سره واده کړی وو او د ځان وژنې پر مهال میرمن بهاګت میندواره وه. بهاګت وویل: «له ما څخه لاره ورکه وه. زه نه پوهیدلم چې زما شاوخوا څه پیښیږي.»

تر دې پیښې وروسته هغه د خپل مور او پلار کورته ولاړه، هغه کور چې پکې ورور یې هم د خرابو کرنیزو حاصلاتو له کبله ځان وژنه کړې وه. د ماشوم تر زیږیدو وروسته، د دغې میرمنې د خاوند کورنۍ له هغې سره ټولې اړیکې پرې کړي دي. هغې همدا راز هغه ځمکې چې په ګډه به یې ترې کار اخیست او هغه کور چې پکې ژوند یې کاوه، له لاسه ورکړ.

د ښځینه بزګروغږ

د هندوستان د کرنې په برخه کې د بهاګت په څیر د هندي میرمنو کیسو ته د جانبي مسایلو په سترګه کتل کیږي. فعالان وايي چې د کرنیز کړکیچ پر ضد په اعتراضونو کې په کمه اندازه ښځینه بزګرانو ته پاملرنه کیږي.

د هندوستان په مهاراشترا سیمه کې چې د ټول هندوستان په کچه پکې د ځان وژنې ډیرې پیښې رامنځ ته کیږي، د «سواراجیا میترا» په نامه د یوه سازمان بنسټ ایښودونکي آرتي بایس وايي: «په پټیو کې ۸۰ سلنه کارونه میرمنې کوي او په عین حال کې د هندوستان حکومت دوی د بزګرانو په توګه په رسمیت نه پیژني.»

خو د دې ټولو باوجود، په دې هیواد کې وضعیت کرار کرار د بدلون په لوري روان دی. د میرمن بهاګت په ګډون شاوخوا ۸۰ نورې میرمنې دوې اونۍ وړاندې نوي ډهلي ته ولاړې او هلته یې د اوسني وضعیت په هکله خپل غږ پورته او اعتراض وکړ. دوی په اعتراض کې د جنسیت حساسې مسئلې ته ګوته ونيوله او د یوې خوندي شبکې د جوړولو غوښتونکې شول. تر دې ټولو مهمه غوښتنه دا وه چې دوی د خپل شتون د په رسمیت پیژندلو غوښتنه وکړه.

د هندوستان د جرمونو د ملي ادارې د معلومانو په اساس په ۲۰۱۶م کال کې ډیواليتوب، بې وزلي، کورنۍ ستونزې او د ودونو اړونده ستونزې په دې هیواد کې د ځان وژنې د اصلي عواملو په توګه یاد شوي دي. له بل پلوه د کرنې په برخه کې ستونزې د ځان وژنو یوازې ۱۹،۵ سلنه تشکیلوي. په دې هیواد کې د بشري حقونو دفاع کوونکي سازمانونه پر دولت تور پورې کوي چې دغه ستونزې له پامه غورځوي او هغوی ته یې د حل لار نه ده موندلې.