1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هند کې د جنسي تیریو پیښو خلک په غوسه کړي

۱۳۹۷ فروردین ۲۷, دوشنبه

په هند کې د جنسي تیریو دوو پيښو د خلکو غوسه راپارولې چې له کبله یې د مودي واکمن ګوند تر سخت فشار لاندې دی. د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر یوې اته کلنې نجلۍ جنسي تیري او د هغې د وژلو په قضیه کې قانوني چارې هم پیل شوي.

https://p.dw.com/p/2w7Tg
Indien Geschichte von Asifa Bano
انځور: picture-alliance/Zumapress/F. Khan

د فرانس پرس خبري آژانس د رپوټ له مخې د هند په «اتر پرادیش» ایالت کې د واکمن ګوند یا «بي جی پي» د یوه ایالتي پارلماني غړي له خوا له یوې ځوانې نجلۍ څخه د احتمالي ناوړه جنسي استفادې په قضیه کې پولیسو د یوه بل شکمن کس د نیولو خبر ورکړی. د تحقیق کوونکو په وینا یوه میرمن چې پرې تور دی د بانفوذه سیاستوال کلدیپ سنګ سینګر، پر کړنو یې پرده اچولې نیول شوې ده.

پر دې سربیره په کشمیر کې د یوې اته کلنې نجلۍ جنسي تیري او د وژلو قضیه د نا هیلۍ سبب ګرځیدلې ده. دغه دواړه پيښې په ۲۰۱۲م کال کې په نوي ډهلې کې پر یوې نجلۍ باندې د ډله ایز جنسي تیري وروسته د سترو احتجاجونو سبب ګرځیدلي دي.

هغه مهال هم په ځانګړې توګه په نوي ډهلي او همداشان د هند په نورو برخو کې سخت احتجاجونه شوي وو. د هند صدراعظم نریندرا مودي، د تیرې جمعې په ورځ د دواړو پيښو د عاملینو د قانون منګولو ته د سپارلو ژمنه وکړه. د هند د ښځو چارو وزیري له ماشومانو څخه د ناوړه جنسي استفاده کوونکو له پاره د مرګ د سزا غوښتنه کړې ده.

په دې ترڅ کې د پارلمان غړی سینګر په توقیف کې دی. پر هغه باندې تور دی چې پر یوې ځوانې ښځې یې چې اوس ۱۷ کاله عمر لري د تیر میلادي کال په جون میاشتې کې جنسي تیری کړی. پر نیول شوې میرمنې شاسي سنګ باندې بیا تور دی چې د پيښې پر مهال یې د دروازې په مخ کې پیره کوله.

پولیسو تیره اوونۍ وروسته له هغې د دغه قضیې په هکله څیړنې پیل کړي چې شکمنې قربانې شوې هڅه وکړه چې د اتر پرادیش ایالت د حکومتي مشر د دفتر پر وړاندې خپل ځان ته اور ورته کړي. تر هغې وروسته د نوموړې ځوانې ښځې پلار د پولیسو په توقیف کې ومړ. د هغې لور پر چارواکو د خپل پلار د ربړولو تور پورې کړی دی.

په دې ترڅ کې په جمو او کشمیر کې د اته کلنۍ نجلۍ پر وړاندې له تاوتریخوالي څخه د ډکې قضیې نوي جزئیات بربنډ شوي دي. د رپوټونو له مخې دغه نجلۍ د جنورۍ په میاشت کې په جمو سیمه کې تښتول شوې او پنځه ورځې پرې د څو کسانو له خوا جنسي تیري شوي دي.

ویل شوي دي چې پر نورو سربیره دغه نجلۍ په یوه مندر کې هم ساتل کیده. دغه نجلۍ بیا وروسته له هغې په لاس زندۍ شوې او په تیږو ویشتل شوې ده. د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې وړاندې لیکلي دي چې په دې ترڅ کې اته شکمن کسان نیول شوي دي چې څلور پولیس هم په کې شامل دي.

د مودي د واکمن هندو- نیشنلست ګوند «بي جی پي» دوه وزیرانو باید له خپلو څوکیو استعفا ورکړې وای، ځکه چې د تورنو کسان له پاره ترسره شوي لاریون کې یي ګډون کړی وو.

په ۲۰۱۲م کال کې په نوي ډهلي کې پر یوې محصلې باندې د ډله ایز جنسي تیري وروسته د دغه ډول کړنو د تر سره کوونکو له پاره لوړه جزا ټاکل شوې ده. خو په دغه هیواد کې د ښځو پر وړاندې د حملو پيښې لا هم لوړي دي. هر کال کابو د ۴۰ زرو پيښو خبره کیږي. د یکشنبې په ورځ په نوي ډهلي، ممبي او د دغه هیواد په نورو برخو کې لاریونونه تر سره شول.

زموږ له آرشیف څخه: