1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هند کي د افغانستان په هکله سیمه ایزه غونډه

۱۴۰۰ آبان ۱۹, چهارشنبه

د افغانستان اتو ګاونډیو هیوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې توافق کړی چې د افغانستان خاوره باید د ترهګرو د روزنې یا پټنځای او د ترهګرۍ د تمویل له پاره و نه کارول شي.

https://p.dw.com/p/42pnr
Indien Neu Dehli Afghanistan-Konferenz
انځور: Ministry of External Affairs/AP/picture alliance

د هند د ملي امنیت مشاور، اجیت دوال له ایران، قزاقستان، روسیې، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان څخه خپل سیالان د افغانستان د اوضاع په اړه خبرو اترو له پاره نوي ډیلي ته دعوت کړي دي.

په دغه غونډه کي د طالبانو استازو ته بلنه نه ده ورکړل سوې، خو پاکستان او چین په هغې کي له گډون څخه ډډه کړې ده. د پاکستان د ملي امنیت مشاور، معیدیوسف تیره اونۍ هند په دې تورن کړ چي «په افغانستان کي د سولي تأمین کوونکی» نه بلکي «زیان رسوونکی» دی.

د هند د ملي امنیت مشاور د دغي غونډي د پرانیستلو پر وخت وویل: «اوس د دې وخت دی چي موږ له نیژدو څخه سلامشورې سره وکړو». هغه زیاته کړه چي هیله لري دغه مشورې د افغانستان له خلکو او د سیمي د امنیتي وضعیت په ښه والي کي مرسته وکړي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چي په دغه غونډه کي د امنیتي مسائلو د چيلينجونو او د سولي، امنیت او ثبات د پیاوړي کیدو په هکله بحثونه ترسره کیږي.

هیله کیږي چي د سیمي لوړپوړي چارواکي چي په دغه غونډه کي گډون لري، د چهارشنبې په ورځ د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره هم وگوري. ایران په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹م کال کي د دغي لړۍ د تیرو دوو غونډو کوربه وو.

د هند د خارجه وزارت چارواکو ویلي دي چي په دغه غونډه کي د پاکستان نه گډون «خواشینی کوونکی» دی، خو «د تعجب وړ» خبره نه ده او د دغه هیواد هغه نظر منعکسوي چي افغانستان تر خپل حمایت لاندي بولي.

دغه غونډه په افغانستان کي په داسي وخت کي د خپلو ستراتیژیکو علایقو د ساتلو له پاره د هند هڅي منعکسوي چي د پاکستان نفوذ پراخ سوی دی. دوه سخت سیالان هند او پاکستان له ډېر وخته راهیسي هلي ځلي کوي چي په افغانستان کي د خپلو امنیتي علایقو د ساتلو له پاره خپل نفوذ پراخ کړي.

هند بیره لري چي په افغانستان ک د طالبانو واک به د پاکستان په گټه تمام سي او په سیمه کي به د کشمیر په شخړه ایزه سیمه کي اوږدمهاله گډوډي لاپسي پیاوړې کړي.

له نوي ډیلي سره د افغانستان اړیکي په اوس وخت کي په ټپه ولاړي دي. دغه هیواد له افغانستان څخه د خپل سفارت د کارکوونکو تر ايستلو وروسته فعلاً هیڅ ډیپلوماټیک حضور نه لري. خو بیا هم د هند چارواکي د اول وار له پاره د اگست پر ۳۱ مه په قطر کي د طالبانو له استازو سره ولیدل.

د طالبانو په واسطه د کابل تر نیولو مخکي، هند د افغان امنیتي ځواکونو څخه د عملیاتي زده کړو او نظامي تجهیزاتو په ورکولو ملاتړ کاوه، دا په داسي حال کي ده چي په دغه هیواد کي یې هیڅ کوم سرتیري هم حضور نه درلود. هند همدارنگه په سیمه کي افغانستان ته تر ټولو لوی بسپنه ورکوونکی هیواد وو.

GP/NZ/AG