په هلمند کې جګړې ۳۰۰۰۰ کسان بې ځایه کړي دي
۱۳۹۵ مرداد ۲۱, پنجشنبهافغان ځواکونو طالبان له ناوې ولسوالۍ څخه پر شا کړي دي. دغه ولسوالي لښکرګاه ته نزدې پرته ده او هغه ته د طالبانو نزدې کیدو هغه اندیښنې لا پسې ډیري کړې دي چې د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کیدای شي د طالبانو لاس ته ولویږي.
خو د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري، ویلي دي: «د لښکرګاه امنیتي وضعیت زموږ تر کنترول لاندې دی.»
هغه زیاته کړې ده: «موږ ناوه ولسوالۍ یو ځل بیا تر خپل کنترول لاندې راوستې ده. د ولسوالۍ په څنډو کې اوس هم جګړه روانه ده خو موږ د سیمو په پاکولو کې پرمختګونه کوو.»
وزیري ویلي دي چې په جګړه کې تر لسو ډیر طالب جنګیالي وژل شوي دي.
د هلمند ولایت په ولسوالیو کې د روانو جګړو له کبله ډېر ځایي اوسیدونکي لښکرګاه ښار ته تښتېدلي دي. چارواکي وایي چې په دې ولایت کې اوس د خوراکي موادو او څښاک اوبو کمښت رامنځ ته شوی دی.
هلمند ولایت د طالبانو له پاره د تریاکو د کښت له کبله ډیر ارزښت لري. له بلې خوا افغان ځواکونه هم د یوې ستراتیژیکې سیمې په توګه د دغه ښار ساتنه کوي.
جګړې په زرونو کسان بې ځایه کړي
سیمه ایزو چارواکو ویلي دي چې په هلمند ولایت کې د روانو جګړو له کبله شاوخوا ۳۰۰۰۰ کسان بې ځایه شوي دي. د دغو کسانو ډېر یې په مرکز لښکرګاه کې ځای پر ځای شوی دی.
د لښکرګاه اوسیدونکي وایي چې ښار د طالبانو په محاصره کې دی او ښار ته له ولسوالیو څخه پر رسیدونکو واټونو باندې د طالبانو له خوا ماینونه ښخ شوي دي.
له بلې خوا بیا د بې سرحده ډاکترانو سازمان ویلي دي چې په لښکرګاه کې یې د خپلو کارکوونکو شمیر کم کړی دی خو دې سازمان ویلي دي چې اوس هم د لښګرګاه ښاره په یوه روغتون کې خپل کار ته دوام ورکوي.
طالبان اوس د هلمند ولایت د ۱۴ ولسوالیو په ۱۰ کې خپل کنترول لري. افغان امنیتي ځواکونه چې امریکایان یې ملاتړ کوي د دغو سیمو د بیرته نیولو او د لښکرګاه پر لور د طالبانو د پرمختګ د مخنیوي عملیات کوي.
ناټو او افغان امنیتي ځواکونو په وار وار سره ټینګار کړی دی چې اجازه به ور نه کړي، څو د هلمند ولایت مرکز، لښکرګاه د طالبانو لاس ته ولویږي.