1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هامبورګ کې د «خلافت» غوښتونکو د مجازات کولو غوښتنه

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۳, پنجشنبه

آلماني سياستوالو د هغه لاريون وروسته د کلک اقدام غږ کړی دی چې د رپوټونو پر اساس پکې ويناوالو په آلمان کې د شريعت د تطبيق غوښتنه کوله.

https://p.dw.com/p/4fQWX
په هامبورګ کې مظاهره
په هامبورګ کې مظاهرهانځور: Axel Heimken/dpa/picture alliance

د آلمان د بایرن ايالت يوه مخکښ سياستوال د چهارشنبې په ورځ د هغو کسانو له پاره د کلکو پایلو غوښتنه کړې چې د آلمان پر یوه «خلافت» بدلولو له پاره تبليغ کوي. دغه سياستوال غوښتنه کړې هغه کسان چې دا ډول مطالبې کوي بايد د بند او تابعيت د لغوه کولو په څير جزاو سره مخامخ شي.

اليکساندر دوبرند، چې د آلمان په پارلمان کې د مسيحي سوسيال ګوند (CSU) د ګوندي ډلګۍ مشر دی، د نورو سياسي ګوندونو د پارلمان له غړيو سره په ګډه په هامبورګ کې د هغه لاريون په اړه غبرګون څرګند کړی دی چې په ترڅ کې یې د آلمان د ديموکراسۍ پر ځای د اسلامي شريعت د نافدولو غوښتنه شوې وه.

دوبرينت څه ويلي؟

دوبرند چې ګوند یې په پارلمان کې د صدراعظم اولاف شولڅ، د ائتلافي حکومت په اپوزيسیون کې ناست دی، وويل: «هر هغه څوک چې په آلمان کې شريعت نافذول غواړي او خلافت اعلانوي، زموږ د ديموکراسۍ دښمن دی.» هغه وويل چې دولت بايد دا څه په کلکه تعقيب کړي.

دوبرند د «خلافت تندلارو» له پاره لږ تر لږه د بند سزاو غوښتنه وکړه او همدا راز یې پرې د ټولنیزو مرستو درولو، د اقامې او يا دوه ګوني تابعيت د لغوه کولو او همدا راز د هغو ټولو سازمانونو د منع کولو غوښتنه وکړه چې په آلمان کې د خلافت غوښتونکي دي.

دوبرند وويل: «په آلمان کې دغه څه عملي کيږي: د قانون حاکميت عملي کيږي نه د ملایانو حکومت.»

نورو ګوندونو څه ويلي؟

تر دې مخه دې انديښنو ته په غبرګون کې د آلمان د کورنيو چارو وزيرې ننسي فيزر، ويلي ول چې پوليس به په شدت سره په دې لاريون کې ترسره شوي جرمونه تعقيب کړي.

نوموړې د برلين «ټاګس شپيګل» ورځپاڼې ته ويلي ول: «د حماس په ګټه هیڅ ترهګریزه پروپاګنده او يهودو ته متوجې هیڅ کرکه پارونکې وينا [د زغم وړ نه دي] که چېرې دا ډول جرمونه ترسره شي نو په مظاهرو کې باید سملاسي او له زور سره مل مداخله بايد وشي.»

شولڅ چې يو وخت پخپله هم د هامبورګ ښاروال وو، د دوشنبې په ورځ وويل چې دا ډول سرغړونې بايد قانوني پایلې ولري.

شولڅ وويل: «د ټولو اسلامستي فعاليتونو چې دلته ترسره کیږي، مقابله باید د هغو امکاناتو له لارې وشي چې موږ یې د قانون د حاکميت په چوکاټ کې لرو.»

د آلمان د اقتصاد وزير روبيرت هابېک چې د آلمان د زرغون ګوند سره تړاو لري، وويل چې دې مظاهرو د يوه جمهوريت په توګه د آلمان د دولت اصول تر پوښتنې لاندې راوستي دي.

هابېک چې د آلمان د صدراعظم مرستيال هم دی، وويل: «دا يوه پر اساسي قانون برابره مظاهره نه وه.»

په مظاهره کې څه پېښ شوي ول؟

پوليسو ويلي دي چې څه نا څه ۱۱۰۰ کسانو په يوه لاريون کې ګډون کړی وو چې د داسې کسانو له خوا پر لاره اچول شوې وه چې له اسلامستانو سره اړيکي لري.

په دغه مظاهره کې ګډون کوونکو چې د هامبورګ ښار په سانت ګيورګ سيمه کې جوړه شوې وه، د هغه څه پرضد چې دوی یې له اسلام څخه د ويرې تګلارې او په آلمان کې د مسلمانانو پر وړاندې د رسنیو کمپاين بولي، احتجاج کاوه.

د مظاهرې ويناوالو سياستوال د درواغو په ويلو او «په بزدلانه راپور» ورکولو تورن کړل چې په غزه کې د حماس پر وړاندې د اسرائيل د جګړې له کبله په آلمان کې پر ټولو مسلمانانو د اسلامستانو ټاپه وهي. د رپوټونو پر اساس ځينو یې په آلمان کې د خلافت د رامنځته کولو غږ هم کړی دی.

د مظاهرې ګډونوالو له ځانه سره داسې لوحې ليږدولې چې پر نورو سربیره پرې «آلمان – د ازرښتونو ديکتاتوري» او «خلافت یې حللاره ده» شعارونه ليکلي ول.

مظاهره چې د ډيرو پوليسو له خوا بدرګه کیدله، په سوله ایزه توګه ترسره شوې وه.

د هامبورګ د اساسي قانون د ساتنې ادارې (BFV) د معلوماتو په حواله هغه کسان چې دا مظاهره یې راجستر کړې د «مسلمانانو د تعامل» په نامه ډلې سره اړيکي لري چې د اسلامستي ډلې په توګه درجه بندي شوې ده. بي اف وي د آلمان سيمه ایزه استخباراتي اداره ده.

ب. ص/ ن. ز (dpa, KNA)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب