1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ـ د اسلامستي ګواښ پېښوونکو اخراجونه کم شوي

۱۴۰۱ آبان ۱۵, یکشنبه

د آلماني چارواکو له خوا د اسلامستي ګواښ پېښوونکو په اخراج کي په دوامداره توګه کمښت راغلی دی. په ۲۰۲۱ کال ۲۲ ګواښ پېښوونکي او ۶ نور اسلامستان اخراج شوي ول.

https://p.dw.com/p/4J7Wh
Abschiebung von Flüchtlingen nach Afghanistan | Symbolbild
انځور: Daniel Kubirski/picture alliance

د آلمان په پارلمان کي د آلمان لپاره د بديل ګوند (AfD) له حکومت څخه پوښتنه کړې چي له دغه هيواد څخه د ګواښ پېښوونکو اسلامستانو د اخراجونو وضعيت څنګه دی. د حزب اختلاف يا اپوزيسيون ياد ښې اړخي ګوند د هغو ګواښ پېښوونکو د اخراج په هکله پوښتنه کړېده چي په آلمان کي په «وتلو مکلف» بلل کيږي.

د »گواښ پېښوونکو« اصطلاح د هغو کسانو لپاره کارول کيږي چي نور په آلمان کي د پاته کېدو اجازه نه لري او بايد چي له آلمان څخه ووځي. له يادو کسانو څخه چي څوک پخپله رضا نه وځي نو هغوی اخراج کيږي. دا خبره د هغو توندلارو غير آلمانيانو لپاره هم صدق کوي چي په آلمان کي يې د خپلو توندلارو فعاليتونو له کبله د آلمان د ټولنې او نظم لپاره ګواښ رامنځته کړی وي، يا يې له فعاليتونو څخه په آينده کي د امنيت ګواښ رامنځته کېدلای شي.

د طالبانو د راتلو وروسته آلمان کي د اسلامستانو څارنه زياته سوې

د آلمان حکومت د (AfD) ګوند و يادي پوښتني ته په جواب کي ويلي دي چي د روان مېلادي کال په لومړيو نهو مياشتو کي يې په ټوليزه توګه ۱۷ داسي کسان اخراج کړي دي چي د اسلامستي حلقو غړي شمېرل کېدلای شي. د حکومت په جواب کي راغلي دي چي په يادو دوسيو کي د آلمان د فدرالي دولت له ترهګرۍ ضد مرکز او د فدرالي ايالتونو تر منځ د تفاهم له لاري اقدامات شوي دي.

حکومت په جواب کي زياته کړېده چي له اخراج شوو کسانو څخه پنځه يې «ګواښ پېښوونکي» ول. ويل شوي چي دوه داسي «اړونده» کسان ول چي د پوليسو له خوا په ياده ساحه کي درجه بندي شوي ول.

په ۲۰۲۱ کال فدرالي ايالتونو د آلمان د مرکزي حکومت په ملاتړ ۲۲ ګواښ پېښوونکي او ۶ اړونده کسان اخراج کړي ول. دغه کسان خپلو اصلي هيوادونو ته اخراج شوي. د آلمان امنيتي چارواکي د «ګواښ پېښوونکي» اصطلاح هغو کسانو ته استعمالوي چي ورڅخه د سياسي دريځ پر اساس له شديدو تاوتريخوالي ډکو اعمالو او آن د ترهګرو بريدونو توقع کېدلای شي.

د «اړونده» کسانو لغت هغو اشخاصو ته کارول کيږي چي په يادو حلقو کي د «مشرۍ» کولو، يا د لوژيستيکي يا نوره مرسته کوونکو په ډله کي راځي.

په آلمان کې د برید د پلان په تور پر کورونو چاپې وهل شوي

خو د اسلامستي ګواښ پېښوونکو د اخراج عملي کول آسانه کار نه دی. د مثال په توګه يو شمېر هغه هيوادونه چي دغه کسان ورسره تړاو لري، د اخراج په پروسه کي په قصد سره د ځنډ رامنځته کولو هڅه کوي او د آلماني چارواکو سره اړينه مرسته نه کوي. د دې تر څنګ د اخراج د عملي کولو په ساحه کي د ستونزو تر څنګ حقوقي او سياسي ستونزي هم د مهمو خنډونو په توګه يادول کېدلای شي. سوريه هغه هيواد دی چي پکښي د حاکمې وضعې له کبله ورته اخراج ممنوع دی. له کوم وخت راهيسي چي د ۲۰۲۱ کال په اګست مياشت کي په افغانستان کي طالبانو واک نيولی دی، نو دغه هيواد ته هم اخراجونه درول شوي دي.

د هغه وروسته چي د روان عيسوي کال د فبرورۍ په ۲۴ مه نېټه روسيې پر اوکراين تعرضي جګړه پېل کړه، د هغه راهيسي روسيه هم د هغو هيوادونو په قطار کي شامل شوی هيواد دی، چي له آلمان څخه د ګواښ پېښوونکو د اخراج په برخه کي همکاري نه کوي. دا په داسي حال کي چي تېر کال زياتره اسلامستي ګواښ پېښوونکي کسان يا خو ترکيې او يا دا چي چيچنيايان ول نو روسيې ته اخراج شوي ول.

پولیس: په آلمان کې افراطي اسلامستان پر زیاتیدو دي

د روان ۲۰۲۲ کال له جنورۍ څخه بيا د سپتمبر مياشتي تر آخره پوري چي کوم پنځه اسلامستي ګواښ پېښوونکي کسان اخراج شوي، هغوی له مراکش، تونس، ترکيې او لبنان څخه ول. هغوی خپلو هيوادونو ته اخراج شول. يو بل ګواښ پېښوونکی کس د دبلن تړون له مخي ايټاليې ته اخراج شو ځکه چي لومړی يې هلته د پناه غوښتنه کړې وه او د دبلن تړون له مخي ايټاليا يې بايد د پناه غوښتنې دوسيه وڅېړي.

د آلمان د حکومت د معلوماتو پر اساس د سپتمبر مياشتي په آخر کي په آلمان کي ۳۱۷ اسلامستي ګواښ پېښوونکي موجود ول. په دغو کي يې ۱۳۲ داسي کسان ول چي د آلمان تابعيت نه لري.

د آلمان لپاره بديل ګوند د اسلامستي ګواښ پېښوونکو په اخراج کي د کمښت لامل د آلمان د کورنيو چارو وزيره نېنسي فېزر بولي. د کورنيو چارو لپاره د ياد ښې اړخي ګوند سياستوال مارټين هيس ويلي دي چي فېزر چي د اخراجونو د چټک کولو په تړاو کوم اعلان کړی ؤ، په وينا يې په عملي کولو کي يې پاتې راغلې ده.

آ. (دي پي اې)/ا.ا./ن.ص.