1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نړۍ کي له يو ميليارد کوچنيانو سره زورزياتی کيږي

آژانسونه/ احمد ولي اڅکزی۱۳۹۳ شهریور ۱۴, جمعه

د نړۍ په ډيرو هيوادونو کي تر اوسه لا دا دود سته چي کوچنيان وهل کيږي. که څه هم په لوېديځو هيوادونو کي د کوچنيانو وهل کم سوي دي، خو بيا هم سته د بېلگې په توگه په آلمان کي له هرو درو کورنيو څخه دوې يې کوچنيان په چپلاخه وهي.

https://p.dw.com/p/1D7i4
انځور: picture alliance/blickwinkel

هغه څه چي د يونيسيف په راپور کي راغلي دي، هغه د کوچنيانو پر کوناټو باندي د چپلاخي خبره نه ده، بلکي په دغه راپور کي له کوچنيانو سره د د داسي تاوتريخوالي قضيې دي چي کوچنيانو ته پاتېدونکي بدني او رواني تاوانونه رسولای سي.

يونيسيف خپله دغه څېړنه د «په عام محضر کي خو پټ» په نوم خپره کړې ده. په دغه راپور کي راغلي دي چي په ټوله نړۍ کي تر زرو ميليونو زيات هغه کوچنيانو چي عمرونه يې تر ۱۵ کلونو کم وي له تاوتريخوالي سره مخامخ دي.

په دغه تاوتريخوالي کي د قفقير وارونه، په قمربند وهل، په لښته او باڼس وهل او په ځينو مواردو کي حتی په قمچينه وهل شامل دي. د راپور له مخي په تاوتريخوالي کي جنسي ناوړه ګټه اخيستنه هم شامله ده.

په راپور کي راغلي اعداد او شمېرې ښيي چي په آلمان کي هم مور او پلار خپل ماشومان وهي. که څه هم چي دغه شمېر د آلمان د ګاونډي هيوادونو لکه فرانسې په مقايسه کم دی، خو بيا هم د څېړني له مخي په هرو يولسو آلماني کورنيو کي يوې منلې ده چي يو وخت يې خپل ماشوم «ډېر سخت» وهلی دی. په شلو کورنيو کي يوه حتی دا مني چي خپل ماشوم يې د لاس علاوه په بل شي هم وهلی دی.

له هرو درو پوښتل سوو آلماني کورنيو څخه دوې وايي چي خپلو کوچنيانو ته يې يو وخت «پر کوناټو چپلاخه» ورکړې ده. دا په داسي حال کي چي په نور لوېديځو هيوادونو کي له پخوا څخه لا پر مخ، سر يا د بدن پر نورو برخو حتی وړه چپلاخه وهل خطرناکه اټکل کيږي او له همدې کبله چي کله ماشوم وهل کيږي نو پر کوناټو ورته چپلاخه ورکول کيږي.

باور کيږي چي پر سر، مخ، شا، سينه يا د بدن پر نورو برخو وهل د کوچني صحت ته پاته کېدونکي تاوانونه رامنځ ته کولای سي.

خو د يادي څېړنې هغه اعداد او شمېرې لا ډيري زړه راکښونکي دي، چي له کوچنيانو سره د جنسي تېري پيښي دي. په دغه راپور کي راغلي دي چي په نړيواله توګه ۱۲۰ ميليونه انجوني له جنسي زهيروني سره مخامخ دي.

دغه شمېر د افغانستان د ټول نفوس تقريباً څلور چنده لوړ دی. په راپور کي راغلي دي چي دغه کوچنيان د داسي کسانو له خوا له جنسي زهيروني او سوی استفادې سره مخامخ کيږي، چي د دوی د خپلي کورنۍ غړي او خپلوان وي.