1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر ماشومانو د جنسي تيري پيښي ډيري سوي دي

۱۳۹۰ بهمن ۲۶, چهارشنبه

په اروپا کي پر ماشومانو باندي د زورزياتي او جنسي تيري پيښي ورځ تر بلي ډيريږي. يوازي په آلمان کي د کاله ۱،۴ ميليونه کوچنيان د زورزياتيو او جنسي تيريو قرباني کيږي.

https://p.dw.com/p/143bY
انځور: picture alliance/Photoshot

نه يوازي په داسي وروسته پاته او غريبو هيوادونو لکه پاکستان او افغانستان کي پر ماشومانو باندي جنسي تيري کيږي، بلکي په ډيرو پرمختللو هيوادونو کي هم کوچنيان د جنسي تيريو او نورو زورزياتيو قربانيان کيږي.

د کارپوهانو په خبره ددې کار علت د اکثره عاملينو له خوا د الکهولو چښل، بېکاري، روحي مشکلات او يا هم کورنی تاوتريخوالی وي.

دغه کوچنيان نه يوازي په کورونو کي د والدينو او يا هم نژدې خپلوانو له خوا شکنجه کيږي، بلکي په وړکتونونو، ښوونځيو او يا هم يتيم خانو کي هم زورول کيږي او حتي کله نا کله جنسي تيري ورباندي کيږي چي ځيني ئې د هغو له کبله خپل ژوند هم له لاسه ورکوي.

ددغو کوچنيانو زياتره برخه د ژوند تر پايه پوري په بېلابېلو روحي مشکلاتو اخته وي. دغه ډول موضوعگاني تر ډيره وخته پوري په اروپا کي پټي ساتل کېدې او چا يي جرأت نه درلود چي ورباندي خبري وکړي.

خو اوس نه يوازي ددغه کار عاملينو ته سخته سزا ورکول کيږي، بلکي پخپله کوچنيان هم دې ته هڅول کيږي چي پټه خوله پاته نه سي او کله چي د داسي يوه عمل په مقابل کي دريږي، نو سمدستي بايد پوليسو ته خبر ورکړي.

هغه کوچنيان او تنکي ځوانان چي د جنسي تيريو قرباني کيږي، هغوی تر روحي پالني لاندي نيول کيږي. د اټکلونو له مخي هر کال په آلمان کي د يو اعشاريه څلور ميليونو په شاوخواکي کوچنيان د زورزياتيو او جنسي تيريو قرباني کيږي.

په داسي حال کي چي په آلمان کي ددغه ډول پيښو شمېر ورځ تر بلي ډيريږي په کال کي فقط د ۳۰۰۰ په شاوخواکي دغه ډول پيښي رسوا کيږي.

د اروپا د يو شمېر هغه هيوادونو د جنايي ادارو چارواکي چي اوس دغه ډول پيښي پکښي ډيري سوي دي وايي چي ددغه کار په رسواکولو کي بايد نه يوازي ډاکټران او يا هم چارواکي ونډه واخلي، بلکي د کوچنيانو خپلوان، همسايه ګان او دوستان هم تل بيداره و اوسي او د شک په درلودلو سره سمدستي عمل وکړي.

آژانسونه/ گل غوټۍ پوپل
کتونکی: نجيب الله زيارمل