1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ختیځو ولایتونو کې د رایې اچونې ګڼ شمیر مرکزونه تړلي وو

۱۳۹۷ مهر ۲۸, شنبه

چارواکو ویلي چې د ننګرهار په ګډون په لغمان او نورستان ولایتونو کې د امنیتي ګواښونو او تخنیکي ستونزو له کبله یو شمیر د رایې اچونې مرکزونه تړل شوي چې له امله یې د دغو سیمو خلکو رایه نه ده کارولې.

https://p.dw.com/p/36tGa
Parlamentswahl Nangarhar Provinz
انځور: DW/O. Didar

د ننګرهار چارواکو دویچه ویله ته وویل چې د دغه ولایت په یو شمیر سیمو کې د نا امنیو له امله په یو شمیر مرکزونو کې رایه اچونه نه ده شوې او بند پاتې دي. ننګرهار کې ۴۵۷ مرکزونه موجود وو؛ او له دې ډلې په ۶۳ کې نوم لیکنه نه ده شوې. له دې ډلې د مختلفو دلایلو له کبله په ‍۱۲ مرکزونو کې رایه نه ده اچول شوې.

د هیواد له ختیځو ولایتونو نه دویچه وله ته را رسیدلي معالومات ښيي، چې پر وخت ټاکنیزو مرکزونو ته د موادو نه انتقال، پر بایومیتریک سیستم د کارکوونکیو نه پوهیدل، د محلونو د موادو ګډوډېدل، په ووټر لستونو کې د ځینو رایه اچوونکو د نومونو نه موجودیت هغه تخنیکي ستونزې وې، چې خلکو ترې شکایت کاوه.

Parlamentswahl Nangarhar Provinz
انځور: DW/O. Didar

د ننګرهار به ګاونډ کې پروت د کونړ په ولایت کې هم ګڼ شمیر کسانو د ټاکنو په دې بهیر کې ونډه درلوده. د چارواکو د معلوماتو له مخې په دې ولایت کې هم د یو شمیر امنیتي پیښو له کبل یو شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د کونړ والي عبدالستار میرزکوال ویلي، دغه ولایت کې ټول ۱۰۹ مرکزونه خلاص وو او خلکو وکولی شول چې خپلې رایې وکاروي.

میرزکوال په دې هکله وویل چې په دې ولایت کې د یو شمیر امنیتي پیښو له کبله په ټپي شویو کسانو کې دوه میرمنې او دوه سیمه ییز پولیس شامل دي، چې د ټولو وضعیت ښه دی.

هاخوا د نورستان د ولایتي شورا رییس سعدالله پاینده زوی هم یاد ولایت کې د ځینو تخنیکي ستونزو یادونه کوي او زیاتوي چې دواب او منډول ولسوالیو کې رایه نه ده اچول شوې.

Parlamentswahl Nangarhar Provinz
انځور: DW/O. Didar

د نورستان له وانت وایګل ولسوالۍ بیا د یوې چاودنې خبر رارسیدلی؛ خو د مرګ ژوبلې په اړه یې مالومات نه دي ورکړل شوي.

د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان له بیلابیلو سیمو د ټلیفون له لارې د درغلیو ځینې شکایتونه هم رارسیدلي؛ خو ټاکنو او شکایاتو کمیسیونونه ورته بې ځوابه دي.

د ټاکنو د بهیر په هکله اندېښنې دا وې چې د هیواد په ختیځه سیمه کې به داعش او وسله وال طالبان لوی بریدونه وکړي؛ خو تر اوسه له هیڅ ولایته د لویې پیښې خبر نه دی ورکړل شوی.

همدې سره له نن سهار راهیسې وسله والو طالبانو خپلو خبرپاڼو کې بیلابیلو سیمو کې حکومتي خوا ته د مرګ ژوبلې خبرونه هم ورکړي دي.

لغمان کې هم د یوې بمي چاودنې له امله لږ تر لږه شپږ کسان ټپيان شوي؛ خو چارواکو یې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي دویچه وله ته وویل چې په دغه ولایت کې ۴۵ داسې مرکزونه موجود وو، چې نوم لیکنه پکې نه وه شوې؛ خو په ۷۹ مرکزونو کې یې رایه اچونه شوې ده.

Parlamentswahl Nangarhar Provinz
انځور: DW/O. Didar

که څه هم وسله والو طالبانو د ټاکنو د ګډوډلو ګواښ کړی وو، خو د ختیځ ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې تیره شپه د داعش له لوري ټاکنو کې د نه ګډون شپې پاڼې هم خپرې شوي دي. د ختیځو ولایتونو اوسیدونکي وايي چې هر ډول حالاتو کې چمتو دي، چې د خپلې خوښې وړ نوماندانو ته رایه ورکړي.

په ټوله کې ختیځو ولایتونو کې ولسي خلکو په پوره لیوالتیا ټاکنو کې برخه اخستې؛ خو د ټاکنو کمیسیون له ناسم مدیریته یې شکایتونه هم لرل.

په ځینو مرکزونو کې د شنبې تر ماښامه ډلې، ډلې خلک ولاړ وو؛ خو د رایې اچونې نمبر ورته نه و رسیدلی.

په عین وخت کې نن د شنبې ورځې په پای کې د ننګرهار ولایت د حکومتی چارواکو، د ټاکنو د کمیسیون او د ټاکنو د شکایتونو د کمیسیون ګډه غونډه شوې. په دې غونډه کې د ننګرهار والي ښاغلي حیات الله حیات د ټاکنو د بهیر به هکله وویل چې په ټول ولایت کې د وسلوالو مخالفینو له لوري ۱۵ بریدونه شوي چې په پایله کې یې د یوې میرمنې په ګډون ۳ تنه ملکیان وژل شوي دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې همدا راز زیاته کړه چې د بریدونو په پایله کې په مجموعي ډول د ۱۲ امنیتي سرتیرو په ګډون ۴۴ تنه ټپیان دي. ښاغلي حیات همدا راز وویل چې د بریدونو په ځواب کې وسلوالو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې خو د مرګ ژوبلې په هکله یې معلومات وړاندې نه کړل. 

Afghanistan Provinz Helmand Hayatullah Hayat
انځور: Helmand provincial council

په عین حال کې د ننګرهار د ټاکنو د کمیسیون چارواکي د ولسي جرګې د ټاکنو په ترڅ کې د یو شمیر ستونزو پخلی کوي او وايي چې د رایې اچونې په یو شمیر مرکزونو کې د بایومیتریک په آلو کې ستونزې موجودې وي. د ټاکنو کمیسیون مشر په دې غونډه کې دا هم ومنله چې په ځینو مواردو کې د ټاکنو اړوند مواد په وخت نه دي انتقال شوي او دا چې د ځینو مرکزونو مواد نورو مرکزونو ته استول شوي دي. 

د شکایاتو کمیسیون بیا په دې غوڼده کې د ۵۰۰ شکایتونو د ترلاسه کولو خبر ورکړ. د ټاکنو د شکایتونو د کمیسیون مشر شکیب کامجو د خپلو خبرو په ترڅ کې دا هم وویل چې په ټاکنو کې په خپله نوماندانو هم لاسوهنه او مداخله کړې. نوموړي زیاته کړه چې په شکایتونو کې د کمیسیون د کارکوونکو وهل او ډبول او همدا راز پر خلکو باندې د نوماندانو له لوري ډزې کول هم شاملې دي.