په مومندو ایجنسۍ کې ځانمرگي برید پنځه تنه ووژل
۱۳۹۵ بهمن ۲۷, چهارشنبهاسوشیتد پرس خبري آژانس د حمید الله خان په نوم د یوه ځایي حکومتي چارواکي له قوله په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې چاودنه په غلنۍ کې د مومندو ایجنسۍ ادارې مرکز په عمومي دورازه کې سهار وختي شوې ده.
د پاکستاني طالبانو له ډلې څخه یو جلا شوې ډلې جماعت الاحرار، رسنیو ته په یوه استول شوي پیغام کې د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
حمیدالله خان چې په دغه ودانۍ کې یې دفتر موقعیت لري ویلي دي چې د ودانۍ دننه د ځایي ادارې د کارکوونکو، ساتونکو کورونه او دفتر موقعیت لري. په غلنۍ کې دغه ادارې ته هره ورځ په سلونو کسان د خپلو کارونو د خلاصولو په موخه ورځي، کوم چې له پيښور څخه ۴۵ کیلومتره وړاندي پروته ده. د حمیدالله خان په خبره د برید په تعقیب ډزې هم شوي دي.
د پاکستان پوځ ویلي دي چې له ځانمرگي برید کوونکي سره یو بل وسله وال کس هم وو چې هڅه یې کوله تر چاودنې وروسته ودانۍ ته ورننوځي. خو امنیتي ځواکونو دغه کس ویشتلی دی.
د جماعت الاحرار ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. تر دې دمخه د دوشنبې په ورځ په لاهور کې د تر سره شوي خونړي برید مسوولیت هم دغې ډلې منلی وو چې پولیس پکښې په نخښه شوي. په لاهور کي برید د اوو پولیسو په گډون ۱۳ تنه ووژل.
زموږ له ارشيف څخه نور مطالب: