مصر: د نښتو له امله لږ تر لږه ۵۰ تنه وژل شوي
۱۳۹۲ مهر ۱۵, دوشنبهمظاهرې هغه وخت له تاوتریخوالي سره مل شوي چې د مصر د لیري کړای شوي ولسمشر محمد مرسي، پلویانو هڅه وکړه چې د پوځ د پلویانو د لاریون مخه ونیسي.
په داسې حال کې چې د پوځ پلویان د تحریر په میدن کې راټول شوي ول او د دغه هیواد د پوځ د مشر انځورونه یې له ځانه سره لیږدول، د پخواني ولسمشر محمد مرسي، پلویانو وغوښتل چې د تحریر میدان ته ورننوځي. تر دې وروسته امنیتي ځواکونو هڅه وکړه چې د مرسي د پلویانو مخه ونیسي چې په پایله کې یې تاوتریخوالی رامنځ ته شو.
د مصري خبري آژانس «مینا» په حواله د دغه هیواد په پلازمېنه قاهره کې د امنیتي ځواکونو او اسلامپالو تر منځ د اخ و ډب په پایله کې لږ تر لږه ۴۶ تنه وژل شوې دي. په عین حال کې د پلازمېنې په سهیل کې هم څلور تنو کسانو د تاوتریخوالي په پایله کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د «مینا» خبري آژانس د یوه لوړپوړي روغتیايي چارواکي په حواله د تاوتریخوالي په دغو پيښو کې د ټپیانو شمیر ۲۴۶ تنه ښودلی دی. د مصر د کورنیو چارو د وزارت په حواله په دغو پيښو کې پولیسو ته ځانې زیان نه دی رسیدلې.
د فرانسي خبري آژانس په حواله په قاهره کې اسلامپالو احتجاج کوونکو پر امنیتي ځواکونو د ډبرو ګذارونه وکړل چې په ځواب کې يي پولیسو پر احتجاج کوونکو باندې اوښکې بهوونکی ګاز استعمال کړ او ورباندې یې ډزې وکړې. د دغه خبري آژانس په حواله پولیسو مظاهره کوونکي په ډنډو وهلي او یو شمیر نور يې نیولي هم دي.
د یادونې وړ ده چې د جولای په میاشت کې پوځ اسلامپاله ولسمشر محمد مرسي، له واکه لیري کر او پر ځای يې د قضايه قوې مشر د موقت حکومت مشر وټاکه. وروسته له هغې د مصر اسلامپالو له خوا د احتجاجونو لړۍ پيل.
د اګست په میاشت کې هم په قاهره کې د اسلامپالو دوه احتجاجې کمپونه د امنېتي ځواکونو له لوري په زوره له منځه یوړل شول. د دغو کمپونو د له منځه وړلو پر مهال هم امنیتي ځواکونو له زور څخه کار اخیستې وو چې له امله يي لږ تر لږه ۱۰۰۰ تنه ووژل شول.