1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې د اسلامي هیوادونو د عالمانو غونډه

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۲ مهر ۲, سه‌شنبه

شاوخوا د شلو اسلامي هیوادونو عالمانو په کابل کې د «اسلام او سولې» په نوم په یوه ورځني کنفرانس کې گډون وکړ، تر څو عالمان افغانستان له اوسني زور زیاتي څخه د راایستلو په هکله خپل نظرونه څر گند کړي. (انځور له آرشیف څخه)

https://p.dw.com/p/19o0x
انځور: picture-alliance/dpa

دغه کنفرانس د افغانستان د سولې د عالي شوری له لوري په لار اچول شوی وو او په پام کې ده چې د اسلامي هیوادونو عالمان به د افغانستان د قضیې په اړه یو گډ نظر ورکړي. د غونډې گډونوالو خبرې اترې او مذاکرات د کړکیچ د یوازینې حل په توگه یاد کړ.

په دغه کنفرانس کې د مصر، هند، اندونیزیا، عراق، کویت، پاکستان، سعودي عربستان، تاجکستان، امریکا متحده ایالاتو، ایران، قزاقستان، ترکیې، سوډان او د کویت هیوادونو یو شمیر وتلو دیني عالمانو برخه درلوده.

د اسلامي کنفرانس د سازمان عمومي منشي په کابل کې د نړیوالو عالمانو غونډې ته په خپل یوه استول شوي پیغام کې د افغانستان د جګړې په ټولو اړخونو غږ وکړ چې د زور زیاتیو پر ځای د سولې خبرو اترو ته غاړه کیږدي: «جګړه نه، بلکه خبرې اترې د حل لاره ده.»

د سولې د عالي شوری مشر صلاح الدین رباني، په کابل کې په خپله وینا کې وویل: «دا ټکی د پام وړ دی، هغه څه چې نن ورځ یې موږ په افغانستان کې شاهدان یو، دا دی چې تاوتریخوالي د اسلام او مسلمان له نوم سره پيوند خوړلی دی.» ربانی وویل چې د افغانستان ولس له لسیزو راهیسې کړاونه وزغمل. هغه د پخواني شوروي اتحاد د پوځي اشغال پر ضد د افغانانو مبارزې ته په اشارې سره وویل: «په داسې حال کې چې د افغانستان مسلمان ملت چې تیره ورځ د برحقه جهاد مخکښ وو، د دغسې وضعیت مستحق نه دی.»

رباني په دغه کنفرانس کې وویل چی په افغانستان او سیمه کی له کلونو راهیسې د جګړې ذهنیت حاکم دی او هغه په مختلفو عنوانونو توجیه کیږي. هغه پر نړیوالو علماو غږ وکړ چې د جګړې د ذهنیت د پای ته رسولو له پاره مرسته وکړی: « ښاغلي علما دې پرې بحث وکړي، تر څو د حل لارې د لټولو له پاره هڅې وشي.» هغه زیاته کړه چې «افغانان د سولې او آرامۍ بیرته راگرځیدو ته په بې صبرۍ سره انتظار باسي.»

له تاوتریخوالي څخه د افغانستان راایستل، په دې اړه د نظریاتو شریکول او د افغانستان ستونزو ته د حل لاره، لټول د دغه کنفرانس اصلي موضوعات دي. طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې «جهاد» کوي خو د افغانستان د علماو شوری او د دې هیواد مذهبي مشرانو بیا په وار، وار دا خبره تکرار کړې ده چې په افغانستان کې اوسنۍ جگړه جهاد نه دی.

داسې ښکاري چې د افغانستان د سولې عالي شوری چې د سولې د پروسې د پلي کولو له پاره د افغان حکومت له ملاتړ څخه برخه منه ده، په کابل کې د دغه کنفرانس په جوړلو سره هڅه کوي چې د افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو پر ضد د طالبانو وسلوال مخالفت ته په پای رسولو کې نړیوال دیني عالمان مرسته وکړي.

د افغانستان د ولسي جرگې غړي عبدالرب رسول سیاف، دغې غونډې ته په خپله وینا کې وویل: «د ملگرو ملتونو هیڅ کوم اسلامي غړي هیواد په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له حضور سره مخالفت و نه ښود، نو ولې نن ورځ د افغانستان خلک قرباني کیږي او په دغه هیواد کې هره ورځ د اسلام په نوم وینې تویول کیږي؟»

د عراق د پارلمان د رئیس مشاور شیخ محمد ندیم عطایي، کنفرانس ته په خپلې وینا کې د مسلمانانو تر منځ زور زیاتې یوه «توطئه» وګڼله او هغه یې د مسلمانانو له پاره یو ناورین وګاڼه چې باید د پای ته رسولو له پاره یې مبارزه وشي: «مسلمانان نه شي کولای چې د زور زیاتیو، ځان وژنو او انفجارونو له لارې خپلې ستونزې حل کړي.» ندیم په ټولو اړخونو باندې د سولې له پاره غږ وکړ.

په دغه کنفرانس کې د ګاونډي هیواد ایران د علماو استازي، شیخ محمد سالار وویل: «اسلام له هر ډول زور زیاتي او ترور سره مخالفت لري. اسلام اجازه نه ورکوي چې د بې ګناه خلکو، ښځو او ماشومانو وینې توې شي. اسلام د سولې او مینې دین دی.»

دغه کنفرانس په پلازمینه کابل کې په داسې حال کې تر سره کیږي، چې انتظار کیږي د اسلامي هیوادونو عالمان به د افغانستان د جگړې او په ځانگړې توگه د ځانمرگي بریدونو او چاودنو پر ضد فتوا صادره کړي.