په مسکو کي د افغان سياستوالو او طالبانو تر منځ غونډه پيل سوه
۱۳۹۷ بهمن ۱۶, سهشنبهپه مسکو کي دوه ورځنۍ غونډه د افغانستان د نژدې ۹۰ سياسي څېرو او وسله والو طالبانو د استازو تر منځ چي مشري ئې شير محمد عباس ستانکزی کوي پيل سوې ده.
د دغي غونډي انځورونه چي د ټولنيزو رسنيو له لاري خپاره سوي دي، ښيي چي جهادي څېرې او د وسله والو طالبانو استازي چي مخکي يو د بل پرضد جنگېدل اوس يو پر بل باندي پوښتني گروېږني کوي.
که څه هم مسکو وايي چي دغه غونډه دوی جوړه کړې نه ده، خو دا چي مسکو اغلباً د افغان حکومت د اپوزيسيون، نورو څېرو او وسله والو طالبانو د استازو کوربه دی، د افغان حکومت د پلويانو له سختو نيوکو سره مخامخ سوی دی.
د دغي غونډه يو له رابلونکو څخه غلام محمد جلال دويچه ويله ته وويل چي د بحث اصلي محور د «بين الافغاني» خبرو اترو ته زمينه برابره ول دي. هغه زياته کړه چي د دې غونډي هدف له طالبانو سره د افغان سياسي څېرو کښېنول دي، څو يو بل سره وزغمي.
غلام محمد جلال چي په روسيه کي د «افغانانو کاري مرکز» اتحاديې رئيس دی وايي چي دغه غونډه په مسکو کي د مېشتو افغانانو له خوا رابلل سوې ده: «دغه غونډه په روسيه کي د مېشتو افغانانو له خوا رابلل سوې ده. ټول کسان چي رابلل سوي ول، رارسېدلي دي.»
هغه زياته کړه چي په دې غونډه کي به هيڅ شان پريکړه و نه سي: «زه فکر نه کوم چي په دې غونډه کي دي کومه خاصه پريکړه وسي. دلته به يوازي نظرونه سره ورکړل سي او د يوه ديالوگ بنسټ به کښېښول سي».
په مسکو کي دغه غونډه په داسي حال کي رابلل سوې ده چي د امريکا متحدو ايالاتو ځانگړی استازی زلمی خليلزاد هم د افغانستان د سولي په اړه د وسله والو طالبانو له استازو سره په خبرو بوخت دی او هڅه کوي چي دغه ډله له يوې سياسي لاري د جنگ ختمولو ته وهڅوي.
افغان حکومت ټينگار کوي چي د سولي په اړه هر ډول خبري بايد د طالبانو او حکومت تر منځ وي. خو طالبان تر اوسه پوري له افغان حکومت سره خبري نه مني.