1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مسکو د افغانستان په هکله غونډه پیل شوه

۱۳۹۷ آبان ۱۸, جمعه

روسیه د افغانستان په هکله د یوه کنفرانس کوربه توب کوي. په دغه غونډه کې د طالبانو او همداشان د افغانستان د سولي د عالي شورا پلاوي ګډون لري. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په خپلې وینا سره دغه غونډه پرانيستله.

https://p.dw.com/p/37wKb
Afghanistan Konferenz in Moskau Lawrow
انځور: Reuters/S. Karpukhin

د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د جمعې په ورځ (۲۰۱۸م کال د نوامبر نهمه) د افغانستان په هکله غونډه پیل شوه. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف په خپله وینا کې هيله وښوده چې ښايي دغه کنفرانس د افغانستان د سولې خبرو اترو له پاره د زمینې برابرولو په برخه کې مرسته وکړي.

دغه کنفرانس د مسکو هڅه په ګوته کوي چې افغان چارواکي او طالبان یوه میز ته کښينوي. په مسکو کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت د دغه غونډې د بحثونو د نظارت له پاره خپل یو دیپلومات استولی دی.

د روسیې لومړنۍ هڅه چې په سپتمبر میاشت کې دغه کنفرانس جوړ کړی، هغه مهال  له خنډونو سره مخامخ شو چې افغان چارواکو پکښې له ګډون کولو معذرت وغوښت. دا ځل هم افغان حکومت خپل استازي دغه کنفرانس ته نه دي وراستولي، خو د سولي د عالي شورا غړي په کنفرانس کې ګډون لري.

څو ورځې ترمخه په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند ویلي ول چې د دوی یو پلاوی په دغه کنفرانس کې ګډون کوي، خو د سولې په خبرو اترو کې برخه نه اخلي.

د مسکو د معلوماتو له مخې پر دې سربیره د امریکا متحده ایالاتو، هند، ایران، چین او پاکستان او د پخواني شوروي اتحاد پنځو جمهوریتونو ته په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوی ده.

طالبانو او د سولې د عالي شورا غړو تر دې دمخه په ځینو غونډو کې یو له بل سره لیدلي دي، خو د هغوی تر منځ کومي رسمي خبرې اترې نه دي شوي دي.