1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مديترانه کي تر ۲۰۰۰ ډېر کډوال وژل شوي

۱۳۹۴ مرداد ۱۳, سه‌شنبه

د کډوالو د نړیوال سازمان (IOM) د معلوماتو له مخې د ۲۰۱۵م کال له پیل راهیسې تر۲۰۰۰ ډیر کډوال په مدیترانه سمندر کې وژل شوي دي. دا د تیر کال د همدې موده په پرتله ۲۰ سلنه زيات دي.

https://p.dw.com/p/1G9bG
انځور: Reuters/D. Zammit Lupi

د کډوالو نړیوال سازمان د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې سږ کال تر۲۰۰۰ زيات کسان چې غوښتل یې د مدیتراني سمندر په اوبو کې ځانونه اروپا ته ورسوي، وژل شوي دي چې په دې ترتیب سره نو دا د کډوالو له پاره تر ټولو خطرناکه لار ثابته شوې ده. دغه سازمان ویلي دي چې وضعیت نور هم پر خرابیدو دی.

دغه سازمان زیاته کړې ده چې سږ کال دغه راز ۱۸۸۰۰۰ نور کډوال په دغه درياب کي ژغورل شوي دي. IOM روښانه کړې ده چې په ۲۰۱۵م کال کې د وړو کښتیو په مرسته ایتالیا او یونان ته د رارسیدلو کډوالو شمیر د تیر کال په اندازه دی.

د دې سازمان په حواله په دې کال کې په مدیترانه سمندر کې نزدې ټولي رامنځ ته شوي مرګ ژوبلي له لیبیا څخه د ایتالیا سیسلي ټاپو پر لار رامنځ ته شوي دي.

د کډوالو نړیوال سازمان روښانه کړې ده چې قاچاق وړونکي ډیر وخت کډوال په داسې کښتیو کې لېږدوي چې په سمندر کې د سفر له پاره نه وي جوړي شوي.

یوازي تیره اوونۍ ۱۹کسانو د سیسلي ټاپو ته نزدې په اوبو کي ډوب شول. له بلې خوا بیا د دوشنبې په ورځ د بې سرحده ډاکټرانو له خوا ژغورل شوي ۵۵۰ کډوال په یوه کښتۍ کې سیسلي ته ورسیدل.

د کډوالو د نړیوال سازمان مشر ویلیم لسي سوینګ، ویلي دي: «دا د منلو وړ خبره نه ده چې آن په ۲۱مه پیړۍ کې هغه کسان چې له جګړې، تبیض، خراب ژوند او غربت څخه تښتي، په خپل هیواد کې تر دغه شان سختیو تیرولو دومره سخته لار ووهي او بیا د اروپا په دروازه کې خپل ژوند له لاسه ورکړي.»

د IOM ویاند ایتایي ویري په ژنیو کې د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وويل چې «د اروپايي هیوادونو د هڅو د ډیریدو له کبله ډیر داسې کډوال ژغورل شوي دي چې په بل حالت کې به وژل شوي وای».

د دې سازمان په حواله د اروپايي ټولنې هغه پروګرام چې په ترڅ کې یې په سمندر کې پوځي گښت دی، ډېر کډوال ژغورلي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب