په لوگر کي ځانمرگي بريد ۶ کسان وژلي
۱۳۹۴ مرداد ۱۵, پنجشنبهد لوگر د امنيې قوماندانی مرستيال محمد قاري ورا، ويلي دي چي د اوبو په يوه ټانکر کي چي چاودېدونکي مواد ځای پر ځای سوي ول د ځانگړو پوليسو د قرارگاه مختي ته هغه مهال چاودونه ورکړل سوه چي د پوليسو له خوا ودرول سو.
هغه وويل: «دا يوه زوره وره چاودنه وه چي درې پوليس او درې ملکي وگړي ئې ووژل.»
د لوگر ولايت مقام يوه بل چارواکي دغه مرگ ژوبله تائيد کړې ده او زياته کړې ئې ده چي په دغه چاودنه کي د کوچنيانو په گډون نزدې ۱۰ کسان نور ټپيان سوي هم دي.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چي د غه يرغل چي نن د پنجشنبې په ورځ وسو د ملاعمر د مرگ خبر تر تائيد وروسته د دغي ډلي لومړی ځانمرگی بريد دئ.
دغه بريد په داسي حال کي کيږي چي له طالبانو سره د سولي خبرو کولو تلاښونه روان دي او وسله وال طالبان له هغه وروسته چي ملا اختر محمد منصور ئې د مشر په توگه ټاکل سوی دئ په خپل منځي اختلافاتو کي بند دي.
د وسله والو طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد، د دغه بريد مسئوليت پر غاړه اخيستی او ادعا ئې کړې ده «په دغه چاودنه کي چي په يوه مازدا موټر کي د ځای پر ځای سوو چاودېدونکو موادو په مرسته سوې ده نزدې ۱۰۰ امنيتي کسان وژل سوي دي.»
خو د بريدونو په برخه کي د وسله والو طالبانو له خوا ورکړل سوي ارقام هر وخت مبالغه بلل کيږي.