په لوګر کې چاودنې تر سلو ډیرو کسانو ته مرګژوبله اړولې
۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۰, جمعهد لوګر ولایت ویاند دیدار لونګ، د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې چاودنه په پل علم ښار کې د لوګر د ولایتي شورا د پخواني مشر کور ته نزدې شوې ده. د هغه په خبره د چاودنې ځای ته نزدې یو روغتون هم پروت دی.
د کورنیو چارو وزارت طارق ارین، بیا ویلي دي چې په پل علم کې د جمعې د ورځې د چاودنې تلفات تر دې هم لوړیدای شي. د لوګر د د ولایتي شورا مشر حسیب الله ستانکزي، ویلي دي چې چاودنې نزدې ۶۰ نور کسان ټپیان کړي هم دي. د افغانستان د عامه روغتیا وزارت یوه ویاند بیا ویلي چې تر اوسه پورې شاوخوا ۴۰ ټپیان روغتون ته لیږدول شوي چې د ځینو وضعیت یې د اندیښنې وړ دی.
په وروستیو وختونو کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه تر پخوا ډیره شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن، اعلان کړی چې د روان کال د سپتمبر میاشتې تر ۱۱مې نیټې پورې به خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.
آژانسونه