1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

قطر: د فوټبال د نړیوال جام له پاره په بیړه تیاریانې روانې دي

۱۳۹۷ آذر ۴, یکشنبه

ټاکل شوی ده چې ۱۴۶۰ ورځې وروسته په قطر هیواد کې د فوټبال نړیوال جام سیالۍ پيل شي. د فوټبال نړیوال فدراسیون د قطر هیواد په کوربتوب د نړیوال جام د سیالیو په برخه کې یو نوي پړاو ته داخل شوی دی.

https://p.dw.com/p/38rs1
Katar: Gastgeber der Fußball-Weltmeisterschaft 2022
انځور: picture-alliance/dpa/S. Babu

په قطر کې د فوټبال نړیوال جام د سیالیو له پاره په بیړه تیاریانې روانې دي. دقیق څلور کاله وروسته به د دې هیواد په پلازمېنه دوحه کې د فوټبال د نړیوال جام د ژمنیو سیالیو لومړۍ لوبه ترسره شي. البته دا په دې پورې اړه لري چې تر هغه وخته پورې به د سټیډیمونو یا لوبغالو د جوړولو چارې بشپړې شوې وي او که څنګه.

دغه لوبغالي باید په نړیواله کچه د سلګونو زره نندارچیانو ظرفيت ولري او د ورزشکارانو له پاره د مناسبو شرایطو درلودونکي هم وي. تمه کیږي چې د نړیوال جام د ترلاسه کولو له پاره به د ۳۲ لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره شي.

د ۲۰۲۲ م کال د نومبر میاشتې په ۲۱ نیټه به د دوحې په «لوسیل» لوبغالي کې د فوټبال د نړیوال جام د ژمنیو سیالیو د پرانیستې مراسم ترسره شي. ویل کیږي چې ۸۶۲۵۰ نندارچیان به په سټیډیم کې حضور ولري. د وړاندوینو له مخې په مجموع کې ۱،۵ میلیونه د فوټبال مینه وال به د نړۍ له مختلفو برخو څخه د دغو سیالیو د لیدلو له پاره قطر هیواد ته سفر وکړي.

د کوربه هیواد له پاره لګښت

د فارس په خلیج کې پروت دغه هیواد به له خپل ۱۱۶۰۰ کیلومتره مربع مساحت او شاوخوا ۲،۷ میلیونه نفوس سره احمالاً له بهر څخه د فوټبال د ډیر شمیر مینه والو کوربه وي. د اټکلونو له مخې پر دغو ۱۲ ورزشي ځایونو او لوبغالو به له ۲،۸۶ څخه نیولې تر ۴ میلیارده ډالره پورې لګښت راشي.

دری سټیډیمه په دوحه ښار کې او ۹ نور سرپټې لوبغالي دوحې ته په نږدې ښارونو کې په پام کې نیول شوي دي. په مجموع کې د فوټبال نړیوال جام د کوربتوب او پانګونې لګښت تر ۵۰ میلیارده ډالرو پورې اټکل شوی دی.

اوس هم لکه په ۲۰۱۰ م کال کې چې په روسیې کې د ۲۰۱۸ م کال د فوټبال د نړیوال جام د سیالیو په هکله د مالي فساد تورونه موجود ول، په عین شکل د ۲۰۲۲م کال د نړیوال جام د سیالیو په برخه کې هم د مالي فساد خبره کیږي. 

په هغه وخت کې پوښتنه دا وه چې څنګه کیدای شي د نړیوال جام د سیالیو له پاره د قطر په څیر هیواد انتخاب شي چې د فوټبال له پاره مناسب شرایط او آب و هوا نه لري. د دغو سټیډیمونو او ورزشي لوبغالو د ودانۍ په چارو کې د میلمه کارګرانو د کار د سختو شرایطو په اړه د بشري حقونو د سازمانونو انتقادونه تر اوسه پورې دوام لري.