په قطر کې د افغان سولې په اړه خبري نن بيا پيليږي
۱۳۹۸ تیر ۸, شنبهد امريکا متحده آيالاتو د بهرنيو چارو وزير، مايک پومپيو يو څو ورځې مخکې داسي هيله څرګنده کړې وه چې د سولې يو تړون به د سپتمبر مياشتې له لومړۍ نېټې مخکې رامنځ ته شي.
په دوحه کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين، اسوشيټېد پرېس خبري اژانس ته ويلي دي چې د طالبانو مرکچي پلاوی به نن يو ځل بيا د متحده ايالاتو له استازي زلمي خليلزاد سره خبرې وکړي.
خليلزاد په ټينګار سره بين الافغاني خبرې غوښتې دي، خو په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ ليدنه هغه مهال لغوه شوه چې دواړې غاړې د ګډونوالو پر سر کومې موافقې ته سره ونه رسېدل.
طالبان تر اوسه پر خپل دريځ ټينګ دي
د خبرو د پخوانو پړاوونو په څېر به دا ځل هم د امريکايي ځواکونو د وتلو او د طالبانو له خوا د داسې تضمين پر سر خبرې وشي چې افغانستان بيا د هغسې افراطيانو کوربتوب و نه کړي چې وکولای شي په ټوله نړۍ کې بريدونه پلان او تر سره کړي. خو د دې تر څنګ خليلزاد او پمپيو دواړو دا هم ويلي دي چې له طالبانو سره دغه ډول موافقې بايد د بين الافغاني خبرو اترو او دايمي اوربند سره مل تر لاسه شي.
تر اوسه پورې طالبانو د ولسمشر غني په مشرۍ له افغان حکومت سره ليده کاته رد کړي دي، خو له نورو افغان سياسي څېرو سره يې ليدلي دي، لکه له پخواني ولسمشر حامد کرزي، د اپوزيسيون له مخکښو مشرانو او د سولې د عالي شورا له غړو سره. دغه شان دوې غونډې په مسکو کې وشوې.
ap/ns/nz