1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په فراه کې تر ۳۰۰ زيات طالب جنگيالي وژل شوي دي»

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۶, چهارشنبه

افغان چارواکو د چهار شنبې په ورځ ويلي دي چې دوی په فراه کې وسله وال طالبان پر شا تمبولي او د ښار کنترول یې ترلاسه کړی دی. طالبانو د سه شنبې له شپې راهيسې پر فراه ډله ايز بريد کړی وو او د ښار د مرکز د نيولو هڅه یې کوله.

https://p.dw.com/p/2xmoM
Neues Gebäude für Stadtverwaltung in der Provinz Farah
انځور: DW/Hashimi

د فراه والي عبدالبصير سالنگي، ويلي دي چې په فراه ښار کې له وسله والو طالبانو سره د نښتو په ترڅ کې، طالبانو ته درنه مرگ ژوبله اوښتې ده او تر ۳۰۰ زيات طالب جنگيالي وژل شوي دي.

طالبانو د سه شنبې په ورځ پر فراه ښار له څو اړخونو څخه يرغلونه وکړل خو د افغان ځواکونو له کلک مقاومت سره مخامخ شول.

سالنگي وويل چې په دغه جگړه کې ۲۵ حکومتي ځواکونه هم وژل شوي دي.

د فراه د عامي روغتيا رياست يوه چارواکي ډاکتر امين رحمان مجددي، وويل چې د نښتو له پيل راهيسې ۲۸ جسدونه روغتون ته ور وړل شوي دي او د ۶۶ ټپيانو درملنه روانه ده. هغه وويل چې دا زياتره امنيتي ځواکونو ول.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال محمد رادمنش وويل چې فراه له يرغل کوونکو څخه پاکه شوې ده او افغان ځواکونو وسله وال طالبان د ښار تر څنډو پسې اخيستي دي. هغه زياته کړه چې افغان امنيتي ځواکونو د امنيت د ټينگښت له پاره اضافي پوستې جوړي کړي دي.

په ولسي جرگه کې د فراه د خلکو يوه استازي محمد سرور عثماني، وويل چې د ښار خلک هڅه کوي بيرته خپل عادي ژوند ته را وگرځي. هغه زياته کړه: «نن دوکانونه پرانیستي او د ښار پر سړکونو او کوڅو کې خلک ليدل کيږي.»

ناټو د سه شنبې په ورځ په يوه بيانيه کې ويلي ول چې پر فراه ښار، چې د حکومت په کنترول کې وو، د دوی جنگي جټ الوتکو د مرستې په موخه پروازونه کول.

فراه ولایت په دې وروستيو کې له سختو امنيتي گواښونو سره مخامخ دی. پوځي چارواکو او قومي مشرانو په وارو وار له حکومته د سيمه ايزو پوليسو او عسکرو د ملاتړ په موخه د اضافي ځواک د ور ليږلو غوښتنه کړې ده.

طالبانو په يوه خپره کړې اعلاميه کې پر فراه ښار د يرغل پړه منلې ده او ويلي يې دي چې دوی له څو اړخونو څخه پر ښار يرغلونه پيل کړي ول.

په دې منځ کې له غزني څخه هم د لږ تر لږه درو پوليسو د وژل کيدو او دوو نورو د ټپيانېدو خبرونه ورکړل شي دي. په غزني کې يوه افغان پوځي چارواکي ويلي دي چې امنيتي ځواکونو ته دغه تلفات هغه وخت واوښتل چې طالبانو په مختلفو سيمو کې یرغلونه پيل کړل. هغه زياته کړه چې په څلورو ولسواليو کې تر دې یرغلونو وروسته د نښتو په ترڅ کې تر ۴۰ زيات وسله وال هم وژل شوي دي.

ap/ah(AP)(B.S/N.Z)