په غزني کې د ولسمشر غني په ۲۰۰ مترۍ کې توغندی لګیدلی
۱۳۹۷ مهر ۵, پنجشنبهد غزني د امنیې قوماندانۍ مرستیال رمضان علي محسني، د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې په دې پیښه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. غزني پلازمیني کابل ته څیرمه پروت ولایت دی چې څه موده وړاندې یې طالبانو د مرکز د نیولو هڅه وکړه.
د معلوماتو له مخې یو توغندی د غزني د ولایت مقام په ۲۰۰ مترۍ کې لیګیدلی. د توغندي د لګیدو پرمهال ولسمشر غني د ولایت په مقام کې له ولایتي امنیتي چارواکو، دیني علماوو او د مدني ټولنې له غړو سره ملاقاتونه لرل.
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري، د پیښې په هکله وویل: «دغه [توغندی] د ولایت له مقام څخه لیرې لګیدلي دي.»
د توغندويي برید پرمهال د ولسمشر ویاند چخانسوري له ولسمشر سره وو او د نوموړي په حواله هغه له دریو څخه د یوه راکیټي برید غږ اوریدلی دی. د نوموړي په وینا دغه راکټ د ښار په یوه لیرې څنډه کې لګیدلی دی.
د روان کال په اګست میاشت کې پر غزني ښار د طالبانو تر ډله ایز برید وروسته، دغه ولایت ته دا د ولسمشر غني دویم سفر دی. ملګرو ملتونو ویلي وو چې د غزني ښار د نیولو په موخه د طالبانو او امنيتي ځواکونو په نښتو کې شاوخوا ۲۰۰ ملکیان وژل شوي.
په عین وخت کې د لوی اختر په ورځ د ولسمشر د وینا پر مهال هم کابل د یوې ورته پیښې شاهد وو. د لوی اختر په ورځ په ارګ کې د ولسمشر د وینا پر مهال یو شمیر توغندي پر کابل ښار وتوغول شول چې مسوولیت یې بیا وروسته اسلامي دولت ډلې یا داعش پر غاړه واخیست.