1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په روزګان کې یو امریکایي سرتیری وژل شوی او دوه نور ټپیان دي

۱۳۹۷ تیر ۱۷, یکشنبه

د آلمان خبري آژانس په حواله د افغانستان په سويل کې د یوه برید په پایله کې یو امریکایي سرتیری وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/311rz
US-Soldaten in Afghanistan
انځور: AFP/Getty Images/N. Shirzada

د امریکا د متحده ایالاتو وسله والو ځواکونو اعلان کړی دی چې د افغانستان په سویل روزګان ولایت کې د یوه برید په پایله کې یو تن امریکایي سرتیری وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي. د دغو ځواکونو په حواله ټپي شوي امریکایې سرتیرې تر درملنې لاندې دي او روغتیایي وضعیت یې د اندیښنې وړ نه دی.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغاني سرچينو په حواله رپوټ ورکړی دی چې پر امریکایي سرتیرو دغه برید د افغانستان په جنوبي ولایت روزګان کې ترسره شوی دی. وروسته بیا د طالبانو سخت دریځې اسلامي ډلې د یوه افغان سرتیري ستاینه وکړه چې دغه برید یې ترسره کړی دی. په داسې حال کې چې دوی پخپله د دغه برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.

شاوخوا ۱۴۰۰۰ امریکایي سرتیري د ناټو د قاطع ماموريت په چوکاټ کې په افغانستان کې مستقر دي. د ۲۰۱۷ م کال په جولای میاشت کې هم درې تنه امریکایي سرتیري په ننګرهار ولایت کې د یوه افغان عسکر له خوا وژل شوي ول.