1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

«په دسمبر مياشت کې کرونا د نیږدې لسو زور کسانو ژوند اخيستی»

۱۴۰۲ دی ۲۱, پنجشنبه

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د ۲۰۲۳ کال په دسمبر میاشت کې د کرونا ویروس له امله نېږدې لس زره کسان مړه شوي دي. د ملګرو ملتونو دغه سازمان ویلي چې د مرګ اصلي دلیل د کرونا نوې بڼه او په رخصتیو کې د خلکو راټولیدل دي.

https://p.dw.com/p/4b70o
China Peking | Notaufnahme
د روغتیا نړیوال سازمان په چین کې د کرونا وبا تر تشخیص درې کاله وروسته د تیر ۲۰۲۳م کال په مې میاشت کې د کوید ۱۹ (کرونا) پای اعلان کړه. انځور: Andy Wong/AP/picture alliance

د روغتیا نړیوال سازمان د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د جنوري ۱۰مه) په خپره شوې خپله اعلامیه کې ویلي چې یوازې د تیر میلادي کال په دسمبر میاشت کې د کرونا ویروس له کبله شاوخوا ۱۰ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو اړوند دغې نړیوالې روغتیایی ادارې وویل چې د دسمبر په میاشت کې نېږدې په ۵۰ هیوادونو او تر ډیره پورې په اروپا او امریکا کې په روغتونونو کې د کرونا اړوند د ناروغانو په داخله کې شاوخوا ۴۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی. دغه سازمان د تازه شمیرو له مخې زیاته کړې چې د تیر کال د نومبر میاشتې په پرتله په دسمبر میاشت کې په روغتونونو کې د جدي پاملرنې په وارډونو یا څانګو کې د کرونا ناروغانو داخلو کې ۶۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

پوهه:آیا د کرونا د ویروس پرمهال د وینی گروپ هم کوم نقش لري؟

د روغتیا د نړیوال سازمان عمومي مشر تدروس ادهانوم غيبریسوس، په دې هکله خبریالانو ته وویل: «که څه هم په میاشت کې لس زره مرګونه د کرونا وبا د اوج د وخت په پرتله ډیر کم دي، خو د مخنیوي وړ مرګونو دا کچه د منلو وړ نه ده.»

دا شمیرې داسې مهال خپریږي چې اوسمهال په نړۍ کې د کرونا د JN.1 ډول ویروس په ټوله نړۍ کې په چټکۍ سره خپور شوی او تر ټولو ډیرې پیښې یې ثبت شوي ډي.

د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړه چې هغه "ډاډمن" دی چې د نړۍ په نورو هیوادونو کې هم قضیې مخ په ډیریدو دي خو ثبت یې نه کیږي. نوموړي له حکومتونو وغوښتل چې پر کرونا باندې څارنې او درملنې ته دوام ورکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان د بیړنۍ څانګې مشرډاکټر مایکل ریان، هم خلکو ته سپارښتنه کوي چې خلک د امکان په صورت کې د کرونا پر وړاندې واکسین شي او ماسک واغوندي
د روغتیا نړیوال سازمان د بیړنۍ څانګې مشرډاکټر مایکل ریان، هم خلکو ته سپارښتنه کوي چې خلک د امکان په صورت کې د کرونا پر وړاندې واکسین شي او ماسک واغونديانځور: Luis Soto/ZUMA/dpa/picture alliance

د روغتیا د نړیوال سازمان عمومي مشر تدروس خبریالانو ته په خبرو کې وویل: »موږ بیا هم پر خلکو غږ کوو چې د کرونا پر ضد واکسین شي، ټسټونه وکړي، د اړتیا په وخت کې ماسک وکاروي، او دا هم ډاډمن شي چې له ګڼې ګوڼې ډک د بندو ځایونو هوا په دوامداره توګه بدله یا تازه شي.»

د روغتیا نړیوال سازمان د بیړنۍ څانګې مشرډاکټر مایکل ریان، هم خلکو ته سپارښتنه کوي چې خلک د امکان په صورت کې د کرونا پر وړاندې واکسین شي او ماسک واغوندي. هغه وویل: «د کرونا واکسین ښايي تاسې له کرونا ونه ژغوري، خو دغه واکسین په روغتون کې ستاسې د بستر کیدو یا د کرونا له کبله د مرګ امکان د پام وړ را کموي.»

د روغتیا نړیوال سازمان په لومړي ځل په چین کې د کرونا وبا تر تشخیص او خپریدو درې کاله وروسته د تیر ۲۰۲۳م کال په مې میاشت کې د COVID-19 یا کوید ۱۹ (کرونا) پای اعلان کړه.

خ.ح / ب.ص