1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په خوست کې چاودنې لس تنه ملکيان وژلي

۱۳۹۸ آذر ۲۶, سه‌شنبه

په خوست ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنې لس ملکیان وژلي دي چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي. په بلخ ولایت کې هم د پولیسو یوه موټر ته څیرمه په بایسکل کې د چاودیدونکو توکو د انفجار په پایله کې ۱۸ کسان ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/3UwGD
Anschlag in Afghanistan
ارشيف انځورانځور: Reuters

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي، ویلي دي چې د خوست ولایت په علي شیر ولسوالۍ کې پر یوه موټر باندې د سړک د غاړې ماین انفجار کړی دی. د هغه په خبره په دغه چاودنه کې درې ماشومان، دوې ښځې او پنځه نارینه وژل شوي دي.

د فرانسې خبري آژانس د خوست ولایت د ویاند طالب منګل، له قوله لیکلي دي چې په موټر کې سپاره کسان لوګر ولایت په یوه جنازه کې د ګډون له پاره روان ول. د فرانسې د خبري آژانس په حواله دغه ټول د يوې کورنۍ غړي ول.

همداشان د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادلي ویلي دي چې په مزار شریف ښار کې د ګڼې ګوڼي په سیمه کې یوه چاودنه رامنځ ته شوې ده چې په پایله کې یې ۱۸ کسان ټپیان شوي دي. چاودیدونکي توکي په یوه بایسکل کې ځای پر ځای شوي ول چې د پولیسو یوه موټر ته څیرمه چاودیدلي دي. زیاته شوې ده چې په ټپیانو کې شپږ ترافیک او نور ملکیان دي.

اسوشتید پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې لا تر اوسه کومې ډلې د دغو دواړو بریدونو پړه پر غاړه نه ده اخیستې خو چارواکي یې تور پر طالبانو پورې کوي چې د ټول هیواد په کچه د سړک د غاړې د ماینونو په واسطه افغان امنیتي ځواکونه او حکومتي چارواکي په نخښه کوي. په دغه ډول چاودنې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړي.