1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ختیځو سرحدونو کې د ناټو ځواکونو د دایمي مستقر کولو طرحه

۱۴۰۱ فروردین ۲۱, یکشنبه

د ناټو سرمنشي د دغه تړون پر غړو هیوادونو د روسیې له احتمالي برید سره د مقابلې له پاره پر یوې طرحې د کار کولو خبر ورکړی دی. هغه وایي چې پر اوکراین د روسیې له برید سره ناټو د یوه بنسټیز تحول په منځ کې قرار نیولی دی.

https://p.dw.com/p/49jK2
Brüssel PK NATO-Generalsekretär Stoltenberg
انځور: FRANCOIS WALSCHAERTS/AFP

د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) عمومي منشي وایي چې د دغه تړون نظامي قوماندانان په ختیځو سرحدونو کې په دایمي ډول د مستقر کیدو پر طرحې کار کولو مشغول دي.

د آلمان خبري آژانس «ډي پي ای» د رپوټ پر بنسټ د تلګراف بریتانوۍ ورځپاڼې د ناټو د عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په قول لیکلي دي چې د یوه ډیر بنسټیز تحول په منځ کې یې قرار نیولی دی. د هغه په وینا پر اوکراین د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د پوځي برید کولو امر د اوږدمهاله پایلو منعکس کوونکی دی.

پر اوکراین د روسیې نظامي تیری د روان کال د فبرورۍ میاشتې په ۲۴ نیټه پيل شو. مسکو تمه درلوده چې یوازې په څو ورځو کې به کیف ونیسي او په دې جنګ کې به بریالی او اوکراین به تسلیمیدو ته اړ کړي.

پر کیف د کنترول ترلاسه کولو په برخه کې تر ناکامه کیدو وروسته، روسي ځواکونه د اوکراین ختیځ ته انتقال شول چې یوه برخه یي د مسکو له ملاتړ څخه د برخمنو بیلتون غوښتونکو په اشغال کې ده.

د ناټو سرمنشي وایي د دې خبرې په نه پام کې نیولو سره چې د اوکراین جګړه به څنګه او کله ختمیږي، دغه جنګ همدا اوس لا د دغه تړون د غړو هیوادونو پر امنیت اوږدمهاله پایلې لري.

نوي واقعیت سره د ناټو د تطبیق ضرورت

ینس سټولټنبرګ زیاته کړه چې ناټو باید ځان له یوه نوي واقعیت سره عیار کړي او دا دقیق هم هغه کار دی چې د دغه نظامي تړون قوماندانان یي اوس پر ترسره کولو اخته دي.

نوموړي ټینګار وکړ چې ناټو باید په هغه نړۍ کې چې لا زیاته خطرناکه کیږي په داسې موقعیت کې اوسي چې وکولی شي د خپلو متحدینو ملاتړ او ورڅخه دفاع وکړي.

د سټولټنبرګ په خبره د اروپا په ختیځ کې ناټو ته، بیا له سره سازمان ورکولو او د دې تړون د موقعیت پیاوړې کولو په خاطر اړینه ده چې غړي هیوادونه خپله دفاعي بودیجه زیاته کړي.

د شمالي اتلانتیک تړون د احکامو له مخې غړي هیوادونه ژمن دي چې د خپل داخلي ناخالص تولید ۲ سلنه دفاعي چارو ته ځانګړې کړي.

د یو شمیر هیوادونو له خوا د دغو ژمنو نه عملي کول په ځانګړې توګه د امریکا متحده آيالاتو له خوا په تېرو څو کلونو کې له ډېرو انتقادونو سره مخامخ شوی دي. د امریکا متحده ایالات د ناټو د بودیجې په تامینولو کې لویه ونډه لري.

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې دغه هیواد خپله دفاعي بودیجه د خپل ملي ناخالص تولید ۲ سلنې ته لوړوي. د ناټو سر منشي له دې پریکړې څخه پر هرکلي کولو سربیره وویل چې د آلمان اقتصادي قدرت په پام کې نیولو سره دا په ټوله کې د ناټو د بودیجې په پياوړې کولو کې مهم نقش لري.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر اوکراین د پوځي حملې امر صادرولو یو له مهمو دلایلو څخه د شمالي اتلانتیک تړون کې د غړیتوب ترلاسه کولو له پاره د اوکراین لیوالتیا یا میلان په ګوته شوی او روسيه په ورته وخت کې خپلو سرحدونو ته د ناټو د حضور پراخیدل یو ګواښ ارزوي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص