«طالبانو د ۱۳۰ ډالرو په سر یو قومي مشر وژلی دی»
۱۳۹۹ خرداد ۳۱, شنبهله کابل څخه د آلمان خبري آژانس په خپل د شنبې ورځې (د جون ۲۰مه) په رپوټ کې ليکي چې په هلمند ولايت کې د افغان پوځ او وسلوالو طالبانو تر منځ يوه مخامخ جګړه کې لږ تر لږه د پوځ درې سرتيري وژل شوي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک وويل چې دغه جګړه د نهر سراج ولسوالۍ په مربوطاتو کې د هلمند- کندهار پر لويه لاره رامنځ ته شوې ده. ځواک زياته کړه چې په دغې جګړه کې دوه تنه نور سرتيري ټپيان شوي هم دي.
د شمال ختيځ ولایت تخار مرکز، تالقانو ښار په يوه څنډه کې هم وسلواله نښته شوې ده. د تخار د ولايتي شورا غړي، اعظم افضلي وويل چې په دغې نښته کې د ځايي پوليسو يو افسر وژل شوی او يو بل ټپي دی.
افضلي زياته کړه چې تيره شپه د تخار په نمک آب ولسوالۍ کې هم جګړه شوې، خو په وينا يې چې د مرګ ژوبلې په اړه يې تر اوسه معلومات په لاس کې نشته.
دا په داسې حال کې ده چې د کابل د پولیسو په خبره، د جمعې ورځې په ماښام (د جون ۱۹مه) په پلازمينه کابل کې د افغان ليکوال او د امنيتي چارو کارپوه، اسدالله ولواجي پر موټر د يو مقناطيسي ماين په چاودنه کې د هغه ميرمن او لور وژل شوي دي.
پوليس وايي چې پيښه د کابل په توريستي سيمه پغمان کې رامنځ ته شوې، خو د چاودنې پر مهال په خپله ولواجي په موټر کې نه وو.
د ولسمشر غني په ګډون افغان چارواکو د اسدالله ولواجي د کورنۍ پر غړو دغه مرګونې حمله غندلې ده. د پيښې انګيزه تر اوسه نه ده روښانه.
هاخوا د شمالي ولایت فاریاب د ولایتي شورا غړي محمد عارف د آلمان خبري آژانس ته وويل چې طالبانو په دغه ولایت کې يو قومي مشر د دې له پاره وژلی چې وسلوالو ته يې د ۱۳۰ ډالرو باج له ورکړې څخه ډډه کړې وه.
د ولایتي شورا دغه غړي زياته کړه چې طالبان تر خپل کنترول لاندې سيمو کې هغو کسانو ته چې د دوی له اوامرو څخه سرغړونې کوي، درنې سزاوې ورکوي.
آژانسونه/ م.ک.ص/ا.ا