1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جلال آباد کې د هند پر کونسلګري برید شوی

۱۳۹۴ اسفند ۱۲, چهارشنبه

په جلال آباد ښار کې د هندوستان پر کونسلګرۍ باندي برید شوی دی خو د مرګ ژوبلي په اړه يې تر اوسه معلومات نه دي ورکړل شوي.

https://p.dw.com/p/1I5Jv
انځور له ارشيفه
انځور له ارشيفهانځور: Reuters/Parwiz

په جلال آباد کې پر هندوستان کونسلگرۍ د روان برید پړه هیڅ کومي ډلې پر غاړه نه ده اخیستې. د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویکاس سواروپ، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «زموږ پر کونسلګري باندې برید شوی دی، خو ټول ښه دي.»

د کونسګلري ودانۍ ته نزدي یوه دکاندار د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې تر یوې پیاوړی چاودني وروسته یې په سیمه کې ډیر زخميان ولیدل. هغه زیاته کړې ده چې چاودنې یې د دکان هنداري ماتې کړې دي.

پر دغه سیمه چې د نورو هیوادونو دیپلوماتیک دفترونه هم پکښې دي، څو وارې د وسله والو کسانو له خو يرغلونه شوي دي.

د روان کال په جنوري میاست کې افراطي ډلي «اسلامي دولت» (داعش) په جلال آباد ښار کې د پاکستان پر کونسلګري باندي د برید پړه پر غاړه واخیسته. دا په افغانستان کې د دې ډلې له خوا ترسره شوی لومړی برید وو.

دا برید په داسې حال کې ترسریه کیږي چې تمه کیږې په روانه اوونۍ کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولي مستقیمې خبري اتري پیل شي.