1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ترکیه او سوریه کې زلزله؛ د ساري نارغیو د خپریدو خطر

۱۴۰۱ بهمن ۲۴, دوشنبه

په ترکيه او سوريه کې د مړو شمیر تر ۳۵ زره کسانو اوښتی، زرګونه کسان ورک دي او لا هم د ویجاړیو لاندې د ژغورنې عملیات روان دي. ډېر خلک پاکو اوبو او تشنابونو ته لاس رسی نه لري او ډاکټران د ساري نارغیو د خپریدو خبرداری ورکوي.

https://p.dw.com/p/4NP7l
Türkei Gaziantep | Rettungsarbeiten nach Erdbeben
انځور: Halil Fidan/AA/picture alliance

د روغتیا نړیوال سازمان وایي په سوریه کې ۸۵۰۰ کسان په زلزله کې مړه شوي دي، چې دوه پر درېیمه برخه یې د یاغیانو تر کنټرول لاندې سیمو کې ژوند کاوه. د سوریې د روغتیا وزارت د وژل شویو کسانو شمېر ۵۹۰۰ اعلان کړی دی.

اړوند مطلب: ملګري ملتونه: د زلزلې د مړو شمېر ښايي ۵۰ زرو ته لوړ شي

ترکیه اوس د نړیوالو مرستو په مرکز بدله شوې ده، خو د سوریې زلزله ځپلو سیمو ته لاس رسی ډېر محدود دی.  د ملګرو ملتونو د بیړنیو مرستو همغږي کوونکي مارتین ګریفیث د «سوریې د ځپل شويو په حق کې بې توجویي» او د هغوی پریښودل خواشینونکي بللي. هغه په یوه ټویټ کې لیکلي دي، نړیواله ټولنه مکلفه ده چې دغه بې توجویي په بیړني ډول جبران کړي.

ګریفیث د یکشنبې په ورځ ترکیې ته د خپل سفر پرمهال وړاندوینه وکړه چې په دواړو هیوادونو کې به د مړو شمیر ۵۰ زرو ته لوړ شي.

 په عين حال کې د نړۍ د کاتوليکانو مشر پاپ فرانسيس د زلزلې له امله د زيانمنو شويو خلکو سره د خواخوږۍ څرګندولو پرمهال وویل چې بايد له ټپيانو سره مرستې وشي.

د ناروغۍ خطر ډیریږي

د ترکیې او سوریې زلزلې څخه یوه اونۍ تیریږي، خو خلک د څښلو پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري او د ساري نارغیو پېښدو د خطر زنګ وهل شوی.

ځپل شوي سیمي دومره پراخي دي چې د لازمو روغتیایي مرکزونو رامنځته کول امکان نه لري، چې یو لامل یې له صفر ټیټې یخه هوا ده.

حرارتي کمرې او د څو کسانو د ژوند ژغورل

ژغورونکي د تودوخې عکس اخیستونکي کمرې کاروي، ترڅو تر خاورو لاندې ژوندي پاتې شوي کسان تعقیب کړي. دغه کمرې د ژغورونکو سره مرسته کوي چې د ژوندي انسان د بدن تودوخه په ژورو کې معلومه کړي.

اړوند مطلب: په سوريه کي زلزله: بشري مرستي له خنډونو سره مخامخ دي

د ترکیې او ايټاليا یوه ډله په دې وتوانیده چې دوه تنه چې عمرونه یې ۳۵ او ۳۲ دي، د اته پوړیزې ودانۍ تر خټو لاندې راوباسي.

د دې ټکنالوژۍ او روزل شویو سپیو په مرسته د لټون په پنځمه ورځ څو کسان چې تر خرابیو لاندې ول، وژغورل شول. د دوی په منځ کې دوې خویندې په اډیمان کې تر ۱۵۳ ساعتونو وروسته له خاورو را ایستل شوې.

د یوه پنځه میاشتني ماشوم ژغورل

په انتاکیه ښار کې ژغورونکي وتوانیدل چې پنځه میاشتنی ماشوم له پنځو ورځو وروسته له خاورو ژوندی راوباسي. په هغو انځورونو کې چې د ترکيې پر ټلوېزیون په ژوندۍ بڼه خپاره شوي، ماشوم په یوه تنګ، یو متر سوري کې موندل شوی، بې هوښه دی خو تنفس کوي. په همدې ترتیب د زلزې ویجاړیو لاندې یو شپږ کلن هلک هم موندل شوی دی.

نیکوس دندیاس  (ښي اړخ ته) د زلزله ځپلو سیمو څخه د خپل ترکي سیال چاوش اوغلو  سره لیدنه
نیکوس دندیاس (ښي اړخ ته) د زلزله ځپلو سیمو څخه د خپل ترکي سیال چاوش اوغلو سره لیدنهانځور: REUTERS

د ترکیې او یونان محتاطانه نږدیوالی

د یکشنبې په ورځ د فبرورۍ پر ۱۲ د یونان د بهرنیو چارو وزیر نیکوس دندیاس په یوه ناڅاپي سفر د ترکیې زلزله ځپلو سیمو ته سفر وکړ او له خپل ترکي سیال سره یې ولیدل. د یونان دولتي تلویزیون د دواړو مشرانو صمیمانه لیدنه وښودلو، چې یو بل په غیږ کې نیسي. چاوش اوغلو د یونان له مرستې مننه وکړه او زیاته یې کړه، دوه هيوادونه کولی شي، چې خپل مسایل د خبرو له لارې حل کړي.

انقره او آتن له څو لسیزو راهیسې د ایجین سمندر ټاپوګانو او سمندري پولو په اړه اختلاف لري.

په ترکیه کې د ۱۱۳ ساختماني قراردادیانو د نیولو حکم شوی

د ترکیې د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای د خوندي ساختماني چارو په برخه کې د غفلت په قضیه کې د ۱۱۳ مشکوکو کسانو د پېژندلو او د هغوی د نیولو امر صادر کړی دی.

د ترکیې د عدلیې وزارت د لسو زلزله ځپلو ولایتونو د انجینرۍ په سیستم کې د احتمالي سرغړونو په اړه څېړنې کوي.  د ترکیې د چاپېریال وزیر ویلي دي چې د دوشنبې په زلزله کې ۲۵ زره کمپلکسونه یا په بشپړه توګه نړېدلي او یا هم سخت زیانمن شوي دي.

په دا کچه د ویجاړیو اندازه، د غیر اصولي ودانیو نښه ګڼل کیږي.

ن ز/ ف ظ/ dw