1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوريه کي زلزله: بشري مرستي له خنډونو سره مخامخ دي

۱۴۰۱ بهمن ۲۱, جمعه

په سوریه کي تر سختي زلزلې وروسته مرستندویان نسي کولای د بشارلاسد رژیم له همکارۍ څخه ډډه وکړي. خو نور مشکل جوړونکي بازیګران هم سته.

https://p.dw.com/p/4NFJq
Türkei Erdbeben Hatay
په سوریه کي د زلزلې یو انځورانځور: Alican Uludag/DW

ترسهار ګاه لا وختي ؤ، چي خواله او د هغې دوه وروڼه یې د سوریې  په ادلیب ښار کي له خوبه راویښ کړل. هغې په تلیفون کي وویل چي «موږ ډیر بیریدلو او نه پوهیدلو، چي څه پيښه ده». داسي یو امکان مو هم نه درلودی، چي «د کور څخه ووزو. زما دواړه وروڼه ناجوړه دي او هم ډیر یخ دی. نو چیري باید موږ تللي وای؟».

هغوی د خپلو همسایه ګانو سره په ګډه ځانونه وسپارل او خپل سرنوشت ته یې پریښول. دا وايي چي که څه هم زموږ کور سره وښوریدی، خو هغه لا نړیدلی نه دی. ځکه نو«اوس ډیر کورونه د چپه کیدو د خطر سره مخامخ دي. خو دلته داسي عاجلي سرپناوي هم وجود نه لري، چي موږ هلته ولاړ سو. داسي خلګ هم سته، چي هغوی د پرون شپې راهیسي د بیري څخه دباندي په سړکونو او یا خپلو موټرونو کي ناست دي». 

Türkei Erdbeben Kahramanmaras
په سوریه کي د زلزلې یو انځورانځور: Cem Fakir/DW

۴۷ کلنه خواله، چي نه غواړي خپل اصلي نوم یې یاد کړي، په ادلیب کي اوسیږي، د سوریې د شمال غرب ولایت مرکز او د ترکیې سره همسرحده، چي لا یې یاغیان کنټرولوي. 

تر اوسه پوري کوم تصاویر چي تر نړیدلو تعمیرونو او خرابو لاندي یې قربانیان ښووله، هغه د تیرو ۱۲ کلونو د جنګ تصاویر وه، چي کاملأ عادي سوي وه. خو دا پلا هوايي حملو او بمباریو نه، بلکي یوه طبیعي افت د دې کار مسؤلیت پرغاړه درلود.

ددې سره اړوند مطلب:سوریه او ترکیه: د زلزلې د مړو شمیر تر ۱۱۰۰۰ اوښتی

د تیري دوشنبې ورځي په زلزله کي د سوریې په شمال کي په سلهاوو انسانان مړه سول، هم د رژیم او هم د یاغیانو لخوا کنټرولیدونکو سیمو کي. د قربانیانو تعداد کیدلای سي تر دې هم لوړ سي. 

د اسد رژيم: له مرستو څخه سؤ استفاده

په دې منځ کي سوریې ته کومکونه پيل سوي دي. خو د میډیکو انترنېشنل خیریه سازمان د تنظیمونکي، انیتا ستار روستا په خبره په دې لار کي ډیر مشکلات او خنډونه هم پراته دي. یو مشکل دا دی چي کومکي مالونه بیا د اسد رژیم تر کنټرول لاندي ښار حلب ته ورسیږي. 

که څه هم جمهوررئیس اسد د کومکونو د رسولو په لار کي د همکارۍ وعده ورکړې او هم یې د ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کړې ده، چي د مالونو په لیږلو کي کومک وکړي، خو دا« په دې معنی نه ده چي هلته کومکونه نسي رسیدلی، بلکي په دې لار کي مشکلات موجود دي». ځکه «موږ د تیرو وختونو له تجربو څخه پوهیږو، چي هغه کومکونه چي د اسد رژیم او دمشق تر کنټرول لاندي تر سره کیږي، د رژیم د ارګانونو په تمویل کي کار ورڅخه اخیستل کيږي. یعني داچي مرستي  هغو خیریه سازمانونو ته رسیږي، چي د اسد د فامیل سره ارتباط لري».

ددې سره اړوند مطلب:په ترکیه کې ولې تل زلزلې کیږي؟

د جرمني د هامبورک د ګیګا انستیتوت د منځني ختیځ له څانګي څخه د سیاست پوه، اندریا بانک په خبره دغه تجربه تر ټولو دمخه د کرونا وبا پر وخت وسوه. رژیم هغه وخت کوښښ وکړ چي هیواد ته یې رارسیدلي واکسیونونه او نور طبي مواد او سامان آلات تر خپل کنټرول لاندي راولي، تر څو یې بیا وروسته مشخصو ګروپونووو ته وویشي.

د بانک په خبره، دا چي دمشق اوس بیا کوښښ کوي چي زلزله پلمه کړي او کومکونه تر لاسه کړي، بل شی نه دی، بې له دې چي یې د خپل فامیل پر کسانو باندی تقسیم کړي.

زموږ له ارشیف څخه: