په بلخ کې مخابراتي شرکتونو خپل فعالیتونه بیا پیل کړل
۱۳۹۸ مرداد ۹, چهارشنبهکه څه هم د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د شپې له خوا د مخابراتي شرکتونو د خدماتو قطع کیدل کومه نوې خبره نه ده، خو دا کار تر اوسه پورې په بلخ ولایت کې نه وو شوی. له همدې کبله کله چې مخابراتي شرکتونو تیره اوونۍ د ګواښونو تر ترلاسه کولو وروسته په دې ولایت کې هم خپل شپني فعالیتونه بند کړل نو د ځایي حکومت غوسه راوپاریده او د ورځې له خوا یې د دې شبکو فعالیتونه بند کړل.
د یوه خصوصي مخابراتي شرکت چارواکي دویچه ویله ته د نوم د نه خپریدو په شرط وویل چې کله چې د مخالفینو د ګواښونو له کبله شرکتونو د شپې له خوا خدمات بند کړل، نو د بلخ والي په غوسه شو او دا کار یې د ځايي حکومت حاکمیت تر پوښتنې لاندې راوستل وباله.
دې چارواکي زیاته کړه: «والي موږ ټول وغوښتو او ویې ویل چې که تاسو د شپې له خوا د مخالفینو له ویرې خپل خدمتونه بندوي نو زه یې د ورځې د فعالیت اجازه نه درکوم.»
دا په داسې حال کې ده چې مخابراتي شرکتونه له مرکز څخه په یوه ځانګړي ولایت کې خپل خدمات بندوي او په دې اړه پریکړې هم ډیر وخت په کابل کې کیږي: «موږ دا موضوع والي ته وویل خو هغه ویل چې موږ باید له خپلو مسوولینو سره دا خبره شریکه او ستونزه حل کړو.»
اوس تر نزدې لسو ورځو وروسته خصوصي مخابراتي شرکتونو یو ځل بيا په بلخ کې د خپلو فعالیتونو د پیلولو پریکړه کړې ده. د مخابراتي شرکت دغه چارواکي وویل: «پریکړه شوې چې فعالیتونه یو ځل بیا د شپې او ورځې پیل شي.»
زیاته شوې ده چې اوس هم د دې ګواښ موجود دی چي که د مخابراتي شرکتونو پر تاسیساتو باندې بریدونه وشي نو دغه شرکتونه به یو ځل بیا خپل فعالیتونه بند کړي.