1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جنسي تیري قرباني د پوليسو له خوا هم د جنسي تیري ښکار شوه

۱۳۹۵ آبان ۱۸, سه‌شنبه

د توماس رويتزز موسسې په حواله يوې ځوانې نجلۍ ویلي چې د پوليسو ماموريت ته پر هغې باندې د شوې جنسي تیري په اړه د شکايت کولو په موخه تللې وه خو هلته د پوليسو امر پرې په خپل دفتر جنسي تیری وکړ.

https://p.dw.com/p/2SJpm
Deutschland Sexualverbrechen gegen Migrantinnen in Flüchtlingsheimen
انځور: picture-alliance/dpa/F. von Erichsen

دا ۱۸ کلنه نجلۍ چې خپل نوم يې مريم ښوولې د روان ميلادي کال په جولايي میاشت کې د بلخ ولايت په زارع ولسوالۍ کې يوه سړي د ټوپک په زور له کوره بيولې وه.

مريم د يوه تليفوني تماس له لارې د توماس رويترز فاونډیشن ته ويلي چې د دغه سړي کور په همدغه کوڅه کې وو او خپل کور ته تر بيولو وروسته ده او يوه بل سړي پر دې جنسي تیری وکړ.

مريم زياته کړه: «کله چې زه د خپل پلار سره د پولیسو ماموريت ته د شکايت کولو له پاره ولاړم نو د پولیسو مشر زما پلار ته وويل چې د باندې وار وکړي او زه یې له ځان سره دفتر ننه ایستلم او هلته یې تجاوز راباندې وکړ.»

مريم چې دمګړۍ له خپل پلار سره په کابل کې ده ادعا وکړه چې تر تیري وروسته د پولیسو مشر اخطار ورکړ چې «خوله دې ونيسه ګڼې نو مړه به دې کړم»ږ

خو د پولیسو امر اکرام زارع، دا تورونه ردوي او وايي چې هیڅ داسې کوم عمل یې نه دی ترسره کړی.

نوموړي هم تلیفون له لارې د همدې موسسې سره د خبرو پر وخت وويل: «زه يو صادق پوليس يم. زه ۶۰ کلن يم. دغه نجلۍ زما د لور پر ځای ده. دا زما پر ضد يوه دسيسه ده.»

خو د مريم پلار خیرالدين، هغه کابل ته راوستې څو يې قضیې ته پاملرنه وشي او حقوقي مرسته ترلاسه کړي.

نوموړي وويل: «لور مې راته د ځان سوځولو اخطار راکړی. ځکه دا وايي چې له شرمه نه د کوره وتلای شي او نه هم له چا سره ليدلای شي.»

د مريم پلار وويل چې د افغانستان د لوې څارنوال سره یې ليدلي دي او هغه ورسره د قضيې په هلکه د څيړنو د ترسره کولو ژمنه کړې.

د لوې څارنوال د دفتر مشر بکتاش عزیزي، د توماس رويترز موسسې ته وويل چې لوې څارنوال له مريم څخه غوښتنه کړې وه چې ټول حال پر ښځو د تشدد ضد ځانګړې مامورې ته ووايي.

ده زياته کړه چې د قضیې تر اوريدو وروسته نوموړي د بلخ څارنوال او همدا راز ځانګړی پوځي څارنوال د پلټنو په ترسره کولو ګمارلي دي او غوښتنه یې ترې کړې چې خپلې موندې ژر تر ژره ورسره شريکي کړي.

عزیزي وويل چې زارع، اوس هم د پوليسو د امر په توګه دنده ترسره کوي، په داسې حال کې چې د نوموړي په اړه د جنسي تیري د يوې بلې قضیې له امله هم پلټنې رواني دي. 

د حقوقي فعالانو په حواله افغانستان د ښځو او نجونو له پاره يو له خطرناکو هېوادونو څخه دی چيرته چې د ښځينه پولیسو کمښت لامل کیږي چې ښځې له دوی سره د شوي تیري او زياتي شکايت له پاره د پولیسو ماموريت ته ورتلو ته زړه نه ښه کوي.

څیړنې ښيي چې په افغانستان کې د هرو ۱۰ څخه ۸ ښځې له جنسي، فزیکي او یا له روحي لحاظه زورول کيږي خو په کال کې یوازې يو څو زره پيښې بربنډيږي.

 مريم چې دمګړۍ په کابل کې ده، وايي چې تر هغه به کور ته ستنه نه شي تر څو چې تیری کونکی له دندې نه وي ګوښه شوی. دې وويل: «زه به خپل ځان وسوځو خو هلته به ولاړه نه شم چيرې چې هغه لا په واک کې دی. زه به همدلته پاتې يم څو عدالت ترلاسه کړم.»

نور مطالب:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب