په بلخ کي ۸ امنيتي ځواکونه وژل سوي
۱۳۹۸ فروردین ۱۳, سهشنبهاسوشیتد پرس خبري آژانس د بلخ ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند عديل شاه عديل له قوله ليکلي دي چي د وسله والو طالبانو په دغه بريد کي د امنيتي ځواکونو ۸ غړي وژل سوي او پنځه نور ټپيان سوي دي.
پيښه د دوشنبې په ماښام د دغه ولايت په شولگره ولسوالۍ کي رامنځ ته سوې ده.
د يرغل مسئوليت تر اوسه پوري کومي ډلي پر غاړه نه دی اخيستی، خو عديل ئې پړه پر وسله والو طالبانو اچولې ده چي په خبره يې دغه ډله په بلخ ولايت، په ځانگړې توگه شولگره ولسوالۍ کي فعاله ده او په وار وار يې پر امنيتي پوستو بريدونه کړي دي.
عديل زياته کړې ده چي په دغه درې ساعته بريد کي طالبانو ته هم مرگ ژوبله اوښتې ده، خو د تلفاتو د دقيق شمېر په اړه ئې څه نه سوای ويلای.
نوموړي خبري آژانس په خپل رپوټ کې وړاندې لیکلي دي چې طالبان چي د افغانستان د سولي په چارو کي د امريکا متحده ايالاتو له ځانگړي استازي سره په خبرو اترو بوخت دي، بیا يې هم پر افغان حکومتي چارواکو او امنيتي ځواکونو باندي خپلو بريدونو ته زور ورکړی دی.
N.Z/S.R(AP)