تروريزم
په بغلان کې د سړک د غاړې ماین اته ملیکان وژلي
۱۳۹۸ آبان ۱۳, دوشنبهاعلان
اسوشیتد پرس خبري آژانس د بغلان ولایت د پولیسو ویاند جاوید بشارت، په حواله لیکلې دي چې د دوشنبې په ورځ په دغه چاودنه کې شپږ نور کسان ټپیان شوي هم دي. پيښه د بغلان ولایت له مرکز پلخمري څخه دباندې د ډنډ شهاب الدین په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د بشارت په خبره په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. لا تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی خو د چاودنې سیمه د طالبانو تر کنترول لاندې ده.
طالبان په سیمه کې پیاوړی حضور لري او تل د پلخمري شا او خوا سیمو کې افغان امنیتي ځواکونه په نخښه کوي. په دې ترڅ کې ملکیانو ته هم مرګ ژوبله اوړي.
په سپتمبر میاشت کې یاغیانو پر پلخمري باندې برید وکړ او کابل ته غځیدلې عمومي لاره یې تر یوې اوونۍ د زیات وخت له پاره وتړله.
(sr/ms (ap