1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په باميان کې پر ګرځندوی بريد د سيلانيتوب صنعت زيانمن کړی

۱۴۰۳ خرداد ۲, چهارشنبه

په بامیان کې پر بهرنیو سیلانیانو وروستی برید چې مسؤلیت یې داعش اخېستی دی، د افغانستان د سیاحت نوی صنعت يې زیانمن کړی دی.

https://p.dw.com/p/4g91X
د ارشیف انځور: بامیان ولایت کې د بودا مجسمې مخه
د ارشیف انځور: بامیان ولایت کې د بودا مجسمې مخهانځور: Saifurahman Safi/XinHua/dpa/picture alliance

د سیلانیانو د سفر تنظیم کوونکي اژانس مشر جوشیفر چې افغانستان ته د سفرونو په تنظیم کې مرسته کوي له فرانسې خبري آژانس سره په مرکه کي ویلي دي: «که چیرې په راتلونکو څو اونیو یا میاشتو کې یو بل برید وشي، په افغانستان کې به د ګرځندوی صنعت پای ته ورسیږي»

په بامیان ولایت کې وسله وال برید چې شپږ کسان پکې ووژل شول، درې یې هسپانوي سیالانیان او درې نور افغانان ول. په دغه برید کې همدارنګه څلور نور بهرنيان چې د سيلانيانو په ډله کې ول، ټپيان شوي دي.

د هسپانوي سیلانیانو دغه ۱۳ کسیزه ډله چې د یوه هسپانوي توریستي شرکت له لوري یې افغانستان ته سفر تنظیم شوی و، د اسلامي دولت نومې (داعش) ډلې د یکشنبې په ورځ د برید مسؤلیت ومانه. 

دا د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته پر بهرنیو سیلانیانو احتمالاً لومړی برید دی.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دغه ډلې چارواکي ډېر کله ادعا کوي چې امنیتي وضعیت یې کنټرول کړی دی.

په بامیان کې د بودا د دوو سترو مجسمو لیدنه چې په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال دغي ډلي په بمونو والوځول او همدا راز په دې ولایت کې بند امیر د سیلانیانو له پاره د سیل اصلي ځایونه دی.

شیفر ویلي دي چې په بامیان ولایت کې د جمعې ورځې له دغه برید وروسته ګڼو مشتریانو افغانستان ته سفرونه لغوه کړي او شرکت یې په دغه هېواد کې پر خپلو فعالیتونو بیا کتنه کوي.

نوموړي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي: «موږ به د خپلو غړو شمیر کم کړو. موږ لیرې پرتو سیمو ته د سفر پروګرامونه لغوه کوو. موږ په عامه ځایونو کې سفرونه هم کم کوو.»

د بې سرحده سیاحتي ادارې بنسټ ایښودونکی جیمز ولکاکس وایي: «پر سیلانیانو هر ډول تاوتریخوالی او برید به د سیاحت پر لیوالتیا منفي اغېزه وکړي.»

نوموړي همدا راز ویلي دي: «موږ له ۱۵ کلونو راهيسي په افغانستان کې کار کوو او دا هيواد هېڅکله د دولت ضد ډلو پرته نه دی پاتې شوی. له بده مرغه دا یوه داسې موضوع ده چې افغانستان ته هر سفر کوونکی یې باید په پام کې ونیسي.»

په بنکاک کې د Away Vacation په نوم د سفر ادارې رئیس فاخاپورن تنداکول، هم غواړي هغه سفرونه لغوه کړي چې هغه د جون او جولای مياشتو له پاره تنظیم کړي ول. دغه ډله چې اکثریت یې بودایان دي، غوښتل یې چې بامیان او د بودا مجسمو ليدو ته ورشي.

نوموړي ویلي دي: «موږ به لومړی وضعیت وڅېړو، ځکه چې امنیت زموږ له پاره لومړیتوب دی. که هلته څه پیښ شي، زه نشم کولی دا اداره کړم.»

د « راځئ چي د افغانستان دوست و اوسو» ګرځندوی آژانس مشر نور محمد رمضان ویلي دي چې «له برید وروسته زه د پیرودونکو له پوښتنو سره مخ یم چې د امنیت په اړه اندېښنه څرګندوي.»

نوموړی همدا راز وایي: «د ګڼې ګوڼې ځايونه او له ځايي خلکو سره اړيکې د هغو سيلانيانو د خوښۍ برخه ده چې افغانستان ته راځي. خو له بده مرغه موږ باید د یو څه مودې له پاره دغو سیمو ته له تګ څخه ډډه وکړو.»

رمضان همدا راز هیله من دی چې دا برید به په افغانستان کې د سیلانیتوب د ختمېدو لامل ونه ګرځي. د نوموړي د ګرځندوی شرکت چې په ۲۰۱۵م کال کې یې کار پیل کړی دی. ویلي دي: «موږ مخکې هم په افغانستان کې ډېرې ستونزې درلودې، خو بیا هم سیلانیان غواړي دغه هېواد ته سفر وکړي.»

يو فرانسوی سیلاني دیدیر ګاودانت، چې دوې مياشتې وړاندې یې د پرلپسې دویم کال له پاره د سکي لوبې په خاطر بامیان ولایت ته سفر کړی وو، ویلي دي چې دى بيا افغانستان ته د تګ په اړه زړه نا زړه دى. نوموړي همدا راز ویلي: «موږ پوهېدو چې په افغانستان کې د ترهګرۍ خطر شته، خو موږ په دې فکر کې وو چې دا پدیده په بامیان کې کمه ده، ځکه چې دا یوه ارامه سېمه ده او تل د سیلانیانو هرکلی کوي.»

د طالبانو حکومت چې تر اوسه د نړۍ د هېڅ هېواد له لوري په رسمیت نه دی پیژندل شوی، هڅه کوي چې دغه هيواد ته د سیلانیانو د ورتګ ملاتړ وکړي خو بل لور ته بیا ډېری هيوادونه په منظم ډول خپلو اتباعو ته افغانستان ته د سفر په اړه خبرداری ورکوي.

د زېربناوو له نشتوالي سره سره، د دغه هېواد ښکلې منظرې او د خلکو له لوري افسانوي مېلمه پالنې په وروستيو کلونو کې زيات شمېر سيلانيان راجلب کړي دي.

وروسته له هغه چې طالبانو جمهوري نظام نسکور او بيا واک ته ورسېدل، افغانستان ته د سيلانيانو شمېر په بې ساري ډول یعني ۱۲۰ فیصده ډېر شوی او رسمي شمېرې ښيي چې تېر کال دغه هېواد ته  ۵۲۰۰ سیلانیان تللي ول.

د ګرځندوی ادارې مشر شیفر وایي: «په داسې حال کې چې افغانستان ته د سیلانیانو راتګ صفر و، خو اوس ویل کېږي چې په یو کال کې شاوخوا ۷۰۰۰ کسان دغه هېواد ته تللي او ځینې دا شمېر ان ۱۰۰۰۰ یادوي چې افغانستان ته یې سفر کړی دی.» د نوموړي په وینا «د سیلانیانو راتګ خورا زیات دی او لا په چټکۍ سره په وده کې دی.»

شیفر وړاندوینه کوي چې دطالبانوحکومت چې اوه کسان یې په بامیان کې د برید په شک نیولي دي، له دوی سره سخت چلند به په ټولو ولایتونو کې د سیلانیانو ستونزې لا ډېرې کړي. نوموړی وایي: «دا اقدامات به نه یوازې د بهرنيو سيلانيانو ستونزې زياتې کړي، بلکې د بريدونو مخه به ونه نيسي.»

باميان: د هوټلونو خاوندان د کاروبار له رکود څخه اندیښنه لري