1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بامیان کې پر سیلانیانو د برید مسؤلیت داعش منلی

۱۴۰۳ اردیبهشت ۳۱, دوشنبه

په بامیان کې د تیرې جمعې په ورځ (د می ۱۷ مه) په یوه مرګوني برید کې د دریو هسپانوي سیلانیانو په ګډون شپږ کسان ووژل شول.اوس داعش ترهګرې ډلې د دغه بريد مسئولیت پر غاړه اخیستی دی.

https://p.dw.com/p/4g3uj
Afghanistan Nationalpark Band-e Amir
په ټپیانو کې د یوې هسپانوۍ مېرمنې روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.انځور: DW/Ashaq Akramy

د افغان رسنیو د راپورونو له مخې، په بامیان کې د سیلانیانو پر یوې ډلې له وسله وال برید وروسته ترګري ډلي داعش په یوه ټیلیګرام چینل کې اعلان کړی دی چې د دې ډلې غړو«په بامیان کې پر مسیحي سیلانیانو او د هغوی پر شیعه ملګرو ډزې کړي.»

د دې ډلې غړو ویلي چې دا برید «د ایتلاف پر اتباعو د اسلامي دولت د مشرتابه د څرګندونو په چوکاټ کې شوی دی.»

د «داعش خراسان ولایت» ترهګریزه شبکه کوم اهداف لري؟

د رسنیو د خبر له مخې په دغه وسله وال برید کې یو شمېر بهرني سیلانیان هم ټپیان شوي دي. ویل کیږي چې یو یې د ناروې او بل یې د اسټرالیا وګړی دی.

په ټپیانو کې د یوې هسپانوۍ مېرمنې روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

د طالبانو حکومت ویلي دي چې ټپیان د کابل روغتون ته وړل شوي او دا مهال د دوی اړینه درملنه روانه ده.

د هسپانيا حکومت ویلي دي چې د وژل شویو هسپانویانو د جسدونو، ټپیانو او همدارنګه د دوو هسپانوي اتباعو چې په برید کې ژوندي پاتې شوي، د بېرته راستنولو له پاره د طالبانو له حکومت سره په اړیکه کې دي.

آیا افغانستان کې داعش د ګاونډیو هیوادونو له خوا ملاتړ کیږي؟