په بادغيس او تخار کي ۱۹ عسکر او پوليس وژل سوي دي
۱۳۹۷ شهریور ۱۵, پنجشنبهد بادغيس د پوليسو وياند نقيب اميني رسنيو ته ويلي دي چي د دغه ولايت په آب کمري ولسوالۍ کي د ملي اردو د موټرو پر کاروان باندي د وسله والو طالبانو په يرغل کي ۱۱ عسکر وژل سوي دي.
دغه کاروان په ياده ولسوالۍ کي د نورو امنيتي ځواکونو ملاتړ ته پر لاره وو. په دغه جگړه کي ۱۳ طالبان هم وژل سوي او ۹ نور ټپيان سوي دي.
بل لور ته بيا د تخار د ولايتي شورا غړي روح الله روفي د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي د دغه ولايت په خواجه غار ولسوالي کي د پوليسو پر يوې امنيتي پوستې باندي وسله والو طالبانو يرغل کړی او ۸ پوليس ئې وژلي دي. ويل سوي دي چي يو پوليس يرغمل سوی هم دئ.
وسله والو طالبانو په وروستيو څو مياشتو کي د افغان امنيتي ځواکونو پر اډو، د تلاښۍ پر پوستو او موټرو پر کاروانونو باندي يرغلونه زيات کړي دي.
د پوځي معلوماتو پر اساس وسله وال طالبان اوس د افغانستان د ټولو ولسواليو پر ۱۴ سلنه باندي کنترول لري او د ۳۰ سلني د کنترول اخيستلو پرسر جنگيږي.