1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

په اوکراین کې د لویدیځ ټانکونو ویجاړولو له پاره انعامونه

۱۴۰۱ بهمن ۱۱, سه‌شنبه

د اوکراين ملاتړ کونکي هېوادونه دغه جگړه ځپلي هېواد ته د پرمختللو ټانکونو د استولو هوډ لري، خو وار له مخه يوه روسي شرکت اعلان کړی، چې د لويديځ ټانکونو په ويجاړولو يا نیولو سره به عسکرو ته نغدي جایزې ورکړي.

https://p.dw.com/p/4MuBs
Ukraine | Russisches Militär in der Ukraine
انځور: Russian Defence Ministry Press Office/TASS/dpa/picture alliance

یوه روسي شرکت اعلان کړی چې هغو لومړيو عسکرو ته به چې په اوکراین کې د لويديځ جوړ شوي ټانکونه ونيسي او يا يې ويجاړ کړي، پنځه میلیونه روبل (۷۲۰۰۰ ډالر) نغدي جایزه ورکړي. د لویدیځ ټانکونه د اوکراين په جګړه کې پريکړنده نقش لوبولی شي.

امریکا متحده ایالات، آلمان او یو شمیر نور اروپایي هیوادونه په راتلونکو څو میاشتو کې د کییف حکومت ته د لسګونو پرمختللو جگړه ايزو ټانکونو د استولو تیاری نیسي. د اوکراین د جګړې له پیل څخه شاوخوا دولس میاشتې تیریږي او د لویدیځ هیوادونه غواړي چې د دغو ټانکونو په مرسته د اوکراین پوځي وړتیا لوړه کړي.

له هنګري د کیف شکایت چې اوکراین ېې افغانستان سره پرتله کړی

د فورس په نوم د روسیې د انرژۍ یوه شرکت د هغو روسي پوځیانو لپاره نغدي جایزه اعلان کړې چې جرمني یا امریکايي ټانکونه »ونيسي او يا يې له منځه يوسي«. ويل شوي چې د یو ټانک له منځه وړلو يا نيولو په بدل کي به عسکرو ته پنځه ملیونه روبل نغدي جایزه ورکړل شي. فورس زیاته کړي، چې د ناټو اتحاد اوکراین ته د «ډير شمير وسلو اکمالاتو» سره شخړه زیاتوي. دغه شرکت همدا راز زیاته کړې چې هغه روسي عسکرو ته به ۱۵ میلیونه روبل «۲۱۵۰۰۰ ډالره» نغده جایزه ورکړل شي چې په لویدیځ کې جوړه شوې یوه جنګي الوتکه یې ویشتلې وي.

Deutschland Bundeswehr Leopard 2 Panzer
انځور: Sean Gallup/Getty Images

ایا جګړه به نوره هم پراخه شي؟

د لوېدیځو هېوادونو له خوا اوکراین ته د ټانکونو د استولو پرېکړه د روسیې له خوا په ککله غندل شوې او روسیې نيوکه کړې دا به د جګړې تر خطرناک حده پراخيدو باعث وګرځي. د مسکو د حکومت ویاند دیمیتري پیسکوف په دې اړه وويل چې ټانکونه به د جګړې په لومړۍ کرښه کې «وسوځول» شي. له بلې خوا لوېديځ هېوادونه وايي، چې په اوکراين کې د جګړې د پای ته رسولو او د خبرو مېز ته د روسيې د راوستلو له پاره دې ته اړتيا ده، چې اوکراين ته وسلې ورکړل شي.

روسیې خارکيف او خیرسون په توغنديو ویشتلي

د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر جو بایډن هم ویره څرګنده کړې وه چې اوکراین ته د ټانکونو ورکول به، د دریمې نړیوالې جګړې د پیلیدو لامل شي خو اوس هغه هم د کییف حکومت ته د ټانکونو د ورکولو پلوی دی.

د لویدیځ ټانکونه تر اوسه اوکراین ته نه دي استول شوي. د اوکرایین پوځ ته د ټانکونو روزنه او اوکراین ته د ټانکونو استول به احتمالا څو میاشتې وخت ونیسي. له بلې خوا د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي له لویدیځو هیوادونو څخه د اوږد واټن ویشتونکو توغندیو غوښتنه هم کړې ده.

زموږ له آرشيف څخه: