1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیې خارکيف او خیرسون په توغنديو ویشتلي

۱۴۰۱ بهمن ۱۰, دوشنبه

روسیې په خارکيف او خيرسون کې د توغنديو تازه بریدونه کړي دي. په دې منځ کې د اوکراين ولسمشر ولودیمير زیلینسکي د مرسته کونکو هېوادونو څخه د روسيې د پرله پسي بريدونو پر وړاندې د وسلو ژر تر ژره د استولو غوښتنه وکړه.

https://p.dw.com/p/4MqzL
Ukraine Khharkiv Raketeneinschlag
انځور: Stringer/REUTERS

روسیې په خارکيف او خيرسون کې د توغنديو تازه بریدونه کړي دي. په دې منځ کې د اوکراين ولسمشر ولودیمير زیلینسکي د مرسته کونکو هېوادونو څخه د روسيې د پرله پسي بريدونو پر وړاندې د وسلو ژر تر ژره د استولو غوښتنه وکړه.

د روسیې یو توغندی د خارکیف په ښار کې د اپارتمانونو يوه ودانۍ پر يوې ودانۍ لګيدلی دی. د سیمې د والي اولیګ سینهوبوف په وینا په دې ترڅ کې لږ تر لږه یو کس وژل شوی دی. سینهوبوف په ټیلیګرام کې لیکلي چې نور ټپي شوي کسان تر درملنې لاندې دي. لکه څنګه چې د رویټرز یو عکس کې لیدل کیږي، ودانۍ اور اخيستی دی.

ځايي چارواکي وايي، د اوکراين په جنوبي ښار خيرسون کې د روسيې د توغنديو په بريد کې درې تنه وژل شوي دي. د خيرسون سیمه ییزې ادارې په وینا شپږ نور ټپیان شوي دي. د نورو تر څنګ، په بریدونو کې یو روغتون او یو ښوونځی هم زیانمن شوی دی. اوکراين د نوومبر په ١١مه نېټه له روسي ځواکونو څخه خير سون ښار بېرته ونيوه. له کله راهیسې چې روسي ځواکونه له ښاره وتلي او د دنیپرو له لویدیځې غاړې څخه په شا شوي، دوی په وار وار د سیند له مقابل لوري څخه په خيرسون توغندي ویشتلي دي.

زيلينسکي غواړي چې ژر تر ژره نورې وسلې ورکړل شي

د ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي په وینا، اوکراین د روسیې د بریدونو د مخنیوي لپاره د وسلو، نویو ډولونو چټک انتقال ته اړتیا لري. زیلینسکي په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، په ځانګړې توګه د بهرنیو پوځي مرستو د رسولو چټکتيا په دې جګړه کې یو مهم عامل دی.