د طالبانو او لویدیځو هیوادونو د دیپلوماتانو مذاکرات
۱۴۰۰ بهمن ۴, دوشنبهد فرانسې خبري آژانس د رپوټ له مخې طالبان به د دوشنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو، فرانسې، بریتانيا، آلمان، ایټاليا، اروپایي اتحادیې او همداشان د ناروې هیواد له استازو سره وویني. په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته دا لومړی وار دی چې طالبان اروپا ته سفر کوي. د طالبانو د پلاوي مشري د دغې ډلې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي کوي.
د یاد خبري آژانس د رپوټ له مخې د تړلو دروازو تر شا دغه خبرې اترې د اوسلو د باندې سوریا موریا، هوټل کې تر سره کیږي. زیاته شوې ده چې اټکل کیږي چې دغه خبرې اترې به د افغانستان پر بشري وضعیت چې د طالبانو د واکمنۍ راهيسي ډېر خراب شوی، متمرکزي وي.
د افغانستان له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي تام ویسټ، د یکشنبې په ورځ د ټویټر په يوه پیغام کې ویلي ول چې په داسې حال کې چې «له خپلو متحدینو، شریکانو او مرستندویه بنسټونو سره په ګډه بشري کړکیچ ته د رسیدګې په لټه کې یوو، له طالبانو سره به د خپلو اندېښنو او د یوه باثباته، حقونو ته درناوي لرونکي او یوه ټولشموله افغانستان په اړه شفافې دیپلوماسۍ ته ادامه ورکړو.»
تر اوسه پوري لا د طالبانو حکومت يوه هيواد هم په رسمیت نه دی پيژندلی او د ناروې حکومت د بهرنیو چارو وزیر هم پر دې خبره ټینګار کړی وو چې خبرې اترې به د طالبانو د مشروعیت او یا د په رسمیت پيژندلو په معنی نه وي.
د شنبې په ورځ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هیله ښوولې وه چې دغه خبرې اترې به د جگړې فضا ته تغیر ورکړي.
له اګست میاشتې راهیسې نړیوالې مرستې چې د افغانستان د بودجې ۸۰ سلنه جوړوي درول شوې او همداشان امریکا متحده ایالاتو د افغانستان د مرکزي بانک ۹،۵ میلیارده ډالر په ارزښت شتمنۍ کنګل کړې.
اوسمهال په افغانستان کې بي کاري خپل اوج ته رسیدلې او مامورینو ته د څو میاشتو معاشونه نه دي ورکړل. پر دې سربیره افغانستان وچکالۍ هم اغیزمن کړی دی.
د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې په افغانستان کې ۲۳ میلیونه افغانان یا د ټول نفوس ۵۵ سلنه د لوږې له ګواښ سره مخامخ دي. ملګرو ملتونو د دغه بشري کړکېچ له پاره له بسپنه ورکوونکو هیوادونو څخه د ۴،۴ میلیارده ډالرو د مرستې غوښتنه کړې ده.
د فرانسې خبري آژانس په خپل تفصیلي رپوټ کې که څه هم طالبان ادعا کوي چې د نویمو کلونو په پرتله یې بدلون موندلی، خو اوس هم ښځې په پراخه کچه په عامه ادارو کې له کار کولو منع کړل شوي او تر شپږم وروستي نجونو ته اجازه نه شته چې ښوونځیو ته ولاړې شي. همداشان دا څو ورځې دمخه په کابل کې د ښځو د حقونو دوې فعالانې لادرکه شوي دي.
زیاته شوې ده چې د یکشنبې په ورځ د اوسلو کنفرانس په لومړۍ ورځ طالبانو د افغانستان د مدني ټولنې له غړو چې پکې ښځینه فعالانې او همداشان خبریالان هم شامل وو لیدلي دي.
د ښځو د حقونو یوې فعالې جمیله افغان چې په دغه غونډه کې یې ګډون درلود د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې طالبانو «ښه نیت ښوولی... و به لیدل شي چې د هغوی اعمال د هغوی پر خبرو ولاړ دي که نه...»
د یکشنبې په ورځ د ناروې د بهرنیو چارو وزارت دباندې افغانانو یوه مظاهره هم وکړه چې د طالبانو پر ضد یې احتجاجونه کول. په لندن او تورنتو کې هم د ناروې د سفارتونو مخې ته د افغانانو د احتجاجونو رپوټ ورکړل شوی دی.