«په افغاني زندانو کي بنديان ربړول کيږي»
۱۳۹۱ بهمن ۲, دوشنبهپه افغانستان کي د ملگرو ملتونو نمايندگۍ (UNAMA) د يکشنبې په روځ (۲۰۱۳ کال د جنورۍ ۲۰) په يوه تازه رپوټ کي ويلي دي، چي د افغانستان په امنيتي ځواکونو پوري مربوطو زندانو کي بنديان سخت شکنجه کيږي.
په دغه رپوټ کي راغلي دي، چي د افغانستان د امنيتي ځواک او استخباراتو په ۸۹ زندانو کي د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر د مياشتي څخه د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر تر مياشتي پوري ۶۳۵ بنديان پوښتل سوي دي چي ټولو له ربړونو او تهديدنو څخه شکايت کړی دئ.
د يوناما په رپوټ کي راغلي دي، چي د دغه هيواد د امنيتي او استخباراتي ادارو په زندانو کي بنديان شکنجه کيږي، په سوټو وهل کيږي، نوکان ئې ايستل کيږي، د اعدام گواښ ورته کيږي او حتی جنسي تيري ورباندي کیږي او د پوښتنو گروېږنو پرمهال برقي جټکې ورکول کيږي.
زياته سوې ده، چي په دغه راپور کي هغه زندانيان هم شامل دي، چي د ناټو ځواکونو له خوا افغانانو ته سپارل سوي دي.
په دغه رپوټ کي د افغانستان د استخباراتو يوه مامور چي نوم ئې نه دئ اخيستل دا خبره تائيد کړې ده، چي د دغي ادارې په زندانو کي بنديان شکنجه کيږي.
دا لومړی ځل نه دئ چي په افغاني زندانو کي د بنديانو د ربړوني په اړه رپوټ خپريږي.
افغان ولسمشر حامد کرزی ټينگار کوي، چي په افغانستان کي ټول زندانيان بايد په افغاني زندانو کي وساتل سي.
د کرزي وياند د دوشنبې په ورځ په افغانستان کي د يوناما د ۱۳۹ مخيز راپور په اړه وويل، چي په افغاني زندانو کي د شنکجې پيښي نسته.
هغه زياته کړې ده چي که په يوه زندان کي شکنجه هم تر سره سوې وي په اړه ئې بايد څېړني وسي.
يوناما په خپل رپوټ کي ويلي دي، چي د ۲۰۱۲ کال په اکتوبر کي ناټو ځکه د زندانيانو لېږد افغان چارواکو ته وځنډاوه چي په افغاني زندانو کي شکنجې ډيري دي.
په رپوټ کي دا هم راغلي دي، چي په دغه هيواد کي يو شمېر مخفي زندانونه هم سته چي هلته به شکنجې او ربړوني نوري هم ډيري وي.