1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي په څرخي پله زندان کي بنديان ځانونه زندۍ کوي؟

۱۳۸۹ دی ۱, چهارشنبه

د څرخي پله زندان يا په هيواد کي تر ټولو ستر زندان کي شاوخوا پنځه زره بنديان ساتل کيږي. په دې زندان کي هر وخت تاوتريخوالی را منځته کیږي.

https://p.dw.com/p/QiHS
د څرخي پله زندان عمومي دروازه
د څرخي پله زندان عمومي دروازهانځور: DW

دوې ورځي مخکي زموږ په کابل کي زموږ همکار احمد فرهاد نوموړي زندان ته روغلي او ټول حالت يې په خپلو سترگو ليدی. هغه ليکي:

د څرخي پله په بندي خانه کي د پخوا په پرتله ډير توپير راغلی، د دولسو بلاکونو له جملې څخه شپږ يې بيرته رغول سوي او شپږ نوري هم تر ترميم لاندي دي.

ويل کيږي د دغه بند د بيارغاوني لګښت چي اووه ويشت ميليون ډالرو ته رسيږي د امريکا د سفارت لخوا ورکول کيږي.د نوموړي زندان د ننه او شاوخوا کي امنيتي تدابيرهم ښه سوي او د ښکلا او سمسور تيا په برخه کي هم يو څه پاملرنه سوې ده.

په ورستيو څو کلونو کي له دغه زندان څخه د يو شمير بنديانو او سرتيرو تر منځ ، څو ځلي د اخو ډب راپورونه خپاره سول او ان يو ځل څو تنه بنديان هم له دغه زندان څخه په تېښته بريالي سول.

د څرخي پله د زندان ريس جنرال عبدالباقي بهسودي وايي:« له څه وخته راهيسي د يو شمير بنديانو په بيلولو سره ، دوی په دې توانيدلي چي د يو شمير منفي تحرکاتو مخه ونيسي.»

د يو کالل راهيسي د څرخي پله د زندان د چارواکو او همدارنګه يو شمير زندانيانو په مرسته ، بنديانو ته د زده کړي او سپورت زمينه هم برابره سوې ده.

زندانيان د قرآن کريم د زده کړي پر مهال
زندانيان د قرآن کريم د زده کړي پر مهالانځور: DW

دوی اوس مهال کولای سي د قران کريم د زده کړو په ټولګيو کي ګډون وکړي او يا د پهلوانۍ کلپ ته ورسي.

يو شمېر نور هم د انګليسي ژبي له زده کړو سره ليوالتيا لري او ځان ته يې کورسونه برابري کړي دي. د دوهم بلاک قوماندان، عبدالطيف وويل:

« دوی په دې هڅه کي دي چي له زندان څخه ښوونځي جوړ کړي، د دوی امکانات زيات سوي دي، بندي خانې ګرمي دي او بنديانو ته ښه ډوډي هم ورکول کيږي.»

د دغو اسانتياو سره سره بيا هم يو زيات شمير بنديان د خپلو انساني حقونه په اړه شکايت لري.

تيره اونۍ ، په همدغه زندان کي يو بندي ځان غرغره کړی ، چي ويل کيده دغه کس د خپل دوسيې د نه فيصله کيدو له امله ځان وژنه وکړه، وروسته چارواکو دغه خبره رده کړه او وويل چي دغه کس رواني ناروغي درلوده.

دا دويم بندي دي چي په تيره شاوخوا يوه مياشت کي د څرخي پله په زندان کي خپل ځان زندۍ کوي.

د کندهار ولايت يو پنځه ديرش کلن اوسيدونکي ګل محمد چي د نشه يي توکو د قاچاق په جرم ، په لس کاله بند محکوم سوی وايي دولت پلمې راته کوي دوسيې خلاصي سوي وي يا د تبديلی امر سوی وی ولي دوی وايي امنيت نسته دا پلمې دي

د څرخي پله زندان د ريس جنرال عبدالباقي بهسودي په وينا په ولايتونو کي داسي ، سم زندان نسته او په لاره کي هم د بنديانو د امنيت ساتل آسان کار نه دی نو له همدې امله دوی مجبوردي، ډيری بنديان په کابل او په څرخي پله زندان کي وساتي.

« په دې وطن کي خو موږ امنيتي مشکلات لرو، د دوی اکثره واقعيات په ولاياتو کي رامنځ ته سوي، ددوی وړل او راوړل مشکلات لري.»

خو د بشري حقونو خپلواک کمېسيون دغه خبري نه مني او وايي خپلو ولايتونو ته د بنديانو د انتقال، او د محکمې په وخت کي دوی ته وکيل ګمارل او د دوی له حقونو څخه دفاع کول، د دوی انساني حق دی او تراوسه دولت په دې هکله جدي ګامونه ندي اخيستي.

د نوموړي کمېسيون يو غړي قاضي غلام نبي حکاک وايي :« چارواکي په دي پلمه چي موږ عصري زندانونه نه لرو او يا د لاري امنيت نسو ساتلای، د دغو بنديانو انساني حق تر پښو لاندي کوي.»

د چارواکو په خبره د يو شمير بنديانو لخوا ساتونکو ته د يو لړ ستونزو راولاړيدل د دې لامل کرځيدلی چي د دولت مخالفين له همدغي خلا څخه ګټه واخلي او يوشمير سياسي بنديان له زندان څخه وتښتوی.

احمد فرهاد/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل