په افغانستان کې ۲۳ امنیتي ځواکونه او څلور ملکیان وژل شوي
۱۳۹۹ اردیبهشت ۳, چهارشنبهپه داسې حال کې چې د بین الافغاني مذاکراتو د پيلیدو په هدف د طالب بندیانو آزادیدل ادامه لري، په دغه هیواد کې د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې تاوتریخوالي زور اخیستی دی.
د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو باندې د طالبانو په بریدونو کې ۱۱ امنیتي ځواکونه وژل شوي او نور ۱۹ تنه ټپیان دي. د هغه په خبره طالبانو په سانچارک او سورمه قلعه په ولسوالیو کې پر پوستو بریدونه کړي دي. نوموړي دا هم وویل چې طالبانو تیره شپه په سرپل کې د ملي اردو پر پوستو بریدونه کړي چې مرګ ژوبله یې نه درلوده.
ذبیح الله اماني په خبره دغه بریدونه د شپې یوه نیمه بجه پېل شول او د سهار تر څلورو یې دوام وکړ.
مس عینک ته څیرمه پر امنیتي پوسته برید
د افغان چارواکو په وینا تیره شپه د مس عینک کان ته څیرمه د طالبانو د ماین چاودنې هم مرګ ژوبله اړولې ده. د کانونو او پترولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مصطفی، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «هلته مستقر امنیتي سرتیري د حرکت په حال کې وو چې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنه په پایله کې اته تنه ووژل شول او پنځه تنه ټپیان شول.»
د آلمان خبري آژانس د رپوټ له مخې په روزګان ولایت کې په یوه بله امنیتي پيښه کې د چارواکو په وینا څلور پولیس وژل شوي دي. زیاته شوې ده په ترینکوټ کې پر پوستو بریدونه شوي دي. د چارواکو په وینا دغلته د طالبانو یو شمیر جنګیالي هم وژل شوي دي.
طالبانو لا تر اوسه د وروستیو بریدونو په هکله څه نه دي ویلي.
غزني ولایت کې د ماین چاودنې څلور ملکیان وژلي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په وینا په غزني ولایت کې څلورو ملکیانو هغه وخت خپل ژوند له لاسه ورکړ، چې موټر یې د سړک غاړې پر ماین وربرابر شو.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د زابل ولایت په صیفو فقیر او رازي سیمو کې د تصفیوي عملیاتو په پایله کې پنځه طالبان وژل شوي او نور څلور ټپیان شوي دي. د دغه وزارت په وینا د کندهار ولایت په سپین بولدک او ژیړۍ ولسوالیو کې د پولیسو او طالبانو ترمنځ په نښته کې ۳۱ طالبان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي. طالبانو لا په دې هکله کوم نظر نه دی څرګند کړی.
د آلمان خبري آژانس د رپوټ له مخې په تیرو څلورو ورځو کې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د طالبانو په بریدونو کې سلو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.