1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په افغانستان کې یو بل امریکایي عسکر وژل شوی

۱۳۹۸ شهریور ۲۶, سه‌شنبه

په افغانستان کې د ناټو «قاطع ماموریت» ویلي دي چې په دغه هیواد کې يو امریکایي عسکر د دندې پر مهال وژل شوی دی. خو په دې تړاو نور هیڅ جزئیات نه دي ورکړل شوي.

https://p.dw.com/p/3PheA
Afghanistan US-Marine
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

تیره اوونۍ د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په ناڅاپي توګه له طالبانو سره خبرې اترې له دې کبله ختمې کړي چې په خبره یې څو ورځې تر مخه د طالبانو په يوه برید کې یو امریکایي عسکر وژل شوی وو.

د پینتاګون د شمیرو له مخې په روان میلادي کال کې په افغانستان کې دا ۱۷ امریکایي عسکر دی چې د جګړې په ترڅ کې وژل کیږي. په ټوله کې په دغه اتلس کلنه جګړه کې تر۲۴۰۰ زیات امریکایان وژل شوي دي.

په وروستیو څو اوونیو کې په افغانستان کې تاوتریخوالي زور اخیستی او هره ورځ په بیلا بیلو سیمو کې د جګړو رپوټونه ورکول کیږي. طالبانو څه موده وړاندې ویلي ول چې ټاکنې به ګډې وډې کړي.

په پام کې ده چې په افغانستان کې د سپتمبر په ۲۸/د تلې ۶ د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره شي. د ټول هیواد په کچه به شاو او خوا ۱۰۰ زره امنیتي ځواکونه د ټاکنو امنیت وساتي. په دې کې به ۷۲۰۰۰ امینتي ځواکونه د ۴۹۴۲ رای ورکولو مرکزونه امنیت ټینګ کړي او شا او خوا۳۰۰۰۰ نور ځواکونه به په احتیاطي قطعاتو کې وي.

په افغانستان کې اوس نزدې۲۰۰۰۰ بهرني ځواکونه دي. اوسمهال په افغانستان کې د امریکایي عسکرو شمیر له۱۳۰۰۰ څخه تر ۱۴۰۰۰ پورې اټکلیږي.