1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې کورني بې ځایه شوي او سوړ ژمی

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ آذر ۲۹, سه‌شنبه

د ژمي په راتګ سره په افغانستان کې د کورنیو بې ځایه شویو کډوالو ستونزې مخ پر ډېرېدو دي. طالب چارواکو له ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه بنسټونو د مرستو غوښتنه کړې.

https://p.dw.com/p/4LF2F
آنځور آرشیف: افغانستان کې ژمۍ او کورني بې ځایه شوي ماشومان
آنځور آرشیف: افغانستان کې ژمۍ او کورني بې ځایه شوي ماشومانانځور: Reuters/M. Ismail

د طالبانو ادارې د کډوالو چارو سرپرست وزیر مولوي خلیل الرحمن حقاني د کډوالو ستونزو ته د رسیده ګي په موخه د همغږی یوې غونډې ته وویل، وروستیو څو لسیزو جګړو میلیونونه افغانان له هېواده بهر او په کور دننه کډوالۍ ته اړ کړي.

حقاني وویل: «اوس اشغال پای ته رسېدلی اوس باید پر دې فکر وکړو چې د کډوالو پاتې ستونزو ته څنګه د پای ټکی کیږدو.» 

د شمېرو له مخې، اوس په افغانستان کې د کورنيو بې ځایه شویو انسانانو شمېر تر درې میلیونو اوړي. حقاني وویل، د ژمي په راتګ د دغو بې ځایه شویو کډوالو ستونزې له ورځې بلې ته ډېرېږي. «نړېوال نهادونه باید زموږ سره دا شریکه کړي چې دوی په اوس وخت کې څه مرسته کولای شي، لکه د سرپناه، خوراکي توکي، تودو لباسونو او یا خپلو مېنو ته د کډوالو ورستنولو له اړخه، دوی باید خپل امکانات له موږ سره شریک کړي.»

د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې د هېواد اوسنیو ستونزو ته په کتو له افغانستانه د کډوالۍ کچه په چټکی سره د لوړېدو په حال کې ده.

اړوند مطالب:له کورني بې ځایه شوو کسانو څخه د ملاتړ نوي پالیسي

کتونکي وايي، له یوې خوا د طالبانو اداره کورنیو بې ځایه شویو کډوالو ته په رسیده ګي کې پاتې راغلې، له بل لوري نړېوال مرستندویه بنسټونه هم د پخوا په څېر مرستې نه کوي.

په کابل کې د ټولنیزو چارو یوه فعال شمس الحق حیران دویچه ویله ته وویل:«زما په اند په افغانستان کې کورنیو بې ځایه شویو ته په دوه ډوله رسیده ګي کېدلی شي، لومړی دا چې د هېواد په ځینو ښارونو او ولایتونو کې فعال خیریه بنسټونه، د ټولنیزو رسنیو پر مټ د ټولنیزو مرستو راټولولو لړۍ پيل کړي، چې دا به لږ تر لږه په دې ساړه ژمي کې د کورنیو بې ځایه شویو کورنیو د  لنډمهاله لاسنیوي ښه لاره وي.»

د چارو دغه کتونکي زیاته کړه په افغانستان کې میشت نړېوال مرستندویه بنسټونه هم په دې اړه مسؤلیت لري چې لومړی باید د ټولو اړمنو بې ځایه شویو کورنیو سرشمېرنه وکړي او بیا په هماغه تناسب خپلې مرستې چمتو کړي.

اړوند مطالب:

«کډوال او بې ځایه شوي، د انساني قاچاق اصلي قربانیان»

دا څرګندونې داسې مهال دي چې څه باندې شپږ میلیونه افغانان پاکستان او ایران کې هم د کډوالی ژوند کوي.

د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزیر له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل هغه افغانان یې چې د قانوني اسنادو د نه شتوالي او یا هم د سپکو جرمونو په تور نېولي له بنده خوشې کړي او له هغو سره دې قانوني او انساني چلند وشي چې د درنو جرمونو په تور نېول شوي دي.

پاکستان کې د طالبانو تر واک لاندې افغان قونصلګرۍ ویلي چې اوسمهال یواځې کراچۍ کې نیږدې ۲۰۰۰ افغانان د کډوالۍ د قانوني سندونو د نه شتون له امله په زندان کې دي.