«په افغانستان کې ښايي وضعیت نور هم خراب شي»
۱۳۹۶ اردیبهشت ۲۲, جمعهد امریکا متحدو ایالاتو د ملي استخباراتو مشر دان کوټس، د سنا د استخباراتو جرگه گۍ غونډې ته وویل: «د افغانستان سیاسي او امنیتې وضعیت ښايي تر ۲۰۱۸م کاله پوري نور هم خراب شي، آن که د امريکا او متحدینو له لوري زیاتې پوځې مرستې هم وشي.»
کوټس امریکا ته د ورپيښ خطر په هکله استازو ته د کلنۍ ارزونې د وړاندې کولو پر مهال زیاته کړه: «افغانستان به په بهرني ملاتړ باندې د کنترول هڅه وکړي، څو یاغیان مهار کړي او یا له طالبانو سره د سولې توافق ته ورسیږي.»
د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په افغانستان کې د امریکا په مشرتوب ځواکونه له ۱۶ کلونو راهیسې جنگیږي، خو بيا هم وضعیت له بن بست سره مخامخ دی.
جنرال وینسینټ سټیوارټ چي د پوځي استخباراتي ادارې مشر دی ویلي دي، که چیرې وضعیت ته رسیدگي و نه شي، نو د دې خطر شته چې د امریکا په مشرتوب ائتلاف هغه نازکي برياوي له لاسه ورکړي چې په دغه اوږده کړکیچ کې تر لاسه شوي دي.
هغه ویلي دي: «تر هغه وخته چې موږ څه ته بدلون ورکوو... د وضعیت خرابیدل به ادامه ولري او موږ به ټولي هغه برياوي له لاسه ورکړو چې په تیرو څو کلونو کې مو پرې پانگونه کړې ده.» د نوموړي جنرال په خبره د هڅو په تقویه کولو کې د کنډک او لوا په سطحه د امریکایي او ناټو سلاکارانو استول شامل دي څو له افغان قوماندانانو سره مرسته وکړي چې له توپخانې، استخباراتو او هوایي ملاتړ سره د ځواکونو خوځښت همغږی کړي.
ياد خبري آژانس لیکلی دي، طالبان چې د ۱۹۹۰یمي لسیزي په نیمایي کې د افغانستان په سویل کې راڅرگند شول او په ۲۰۰۱م کال کې له واکه وشړل شول، د پاکستان په گډون د بهرنیو جهادیانو، عربانو او چیچنیانو په مرسته د هیواد زیاتره برخه تر خپل کنترول لاندې راوستې وه.
خو د کوټس په خبره هغوی بیا منظم شول او خپل قوت تر لاسه کولو ته یې ادامه ورکړه. د پوځي استخباراتي ادارې دغه مشر زیاته کړې ده: «ښایي طالبان خپلو برياوو ته ادامه ورکړي، په ځانگړې توگه په لیري پرتو سیمو کې.» کوټس ویلي دی د ځایی ځواکونو د ملاتړ هڅې هغسې نه وې لکه چې هیله یې کیده.
کوټس یادونه کړې ده چې «د افغان امنیتي ځواکونو اجراات ښايي د طالبانو د عملیاتو، جنگي تلفاتو، خراب اکمالاتو او کمزوري مشرتابه د دلایلو له وجې خراب شي.»
امريکا په افغانستان کې شا او خوا ۸۴۰۰ سرتیري لري. د دغو عسکرو زیاتره یې د ناټو د روزنیز ماموریت چې ۱۳۳۰۰ سرتیري لري برخه ده. د دغه ماموریت موخه د افغان امنیتي ځواکونو روزنه او هغوی ته سلا مشورې ورکول دي.