1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې پر ګواښونو سربیره د پانګونو چانس شته

۱۳۹۷ آذر ۸, پنجشنبه

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، له بهرنیو پانګوالو غوښتي دي چې په هیواد کې یې پانګه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو او داعش په دې هیواد کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی.

https://p.dw.com/p/3969n
Schweiz - Afghanistan Konferenz in Genf: Ashraf Ghani
انځور: Getty Images/AFP/D. Balibiouse

اشرف غني د ژنیو په کنفرانس کې له بهرنيانو څخه وغوښتل چې په هیواد کې يې لا ډیره پانگونه وکړه. خو افغان ولسمشر په خپلو څرګندونو کې د هغه امنیتي ستونزو او خلاوو یادونه و نه کړه چې هیواد یې ورسره لاس او ګریوان دی.

غني وویل چې په افغانستان کې د ډیرې ګټې ترلاسه کولو چانس شته او ادعا یې وکړه چې دغه هیواد تر۱۰ سلنه ډیر وده کولای شي.

هغه وویل: «دا یو متفاوت افغانستان دی. موږ د سوداګري له پاره پرانیستي یوو. زه هیله لرم چې تاسو به د ګډ کار له پاره پرانیستي یاست.»

غني په ځانګړې توګه د خپل هیواد د بیا استفادې وړ انرژي تولید وړتیا ته اشاره وکړه. د هغه په خبره افغانستان د ۲۲۰۰۰۰ میګاواتو سولار او ۸۰۰۰۰ میګاواته برقی انرژي وړتیا لري.

غني د افغانستان د طبیعي زیرمو په اړه هم خبري وکړې او روښانه یې کړه چې حکومت یې د کانونو په برخه کې د پانګوني نوي قوانین جوړ کړي دي.

غني د افغانستان جغرافیایي موقعیت ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې په راتلونکو ۵۰ کلونو کې به د افغانستان موقعیت د طلاو ارزښت ولري.

د ستونزو له پامه غورځول

غني په خپلو خبرو کې تر ډیره بریده د افغانستان د جګړې په اړه څه و نه ویل. هغه یوازې یو وار د بې ثباتي کلمه وکاروله. دا په داسې حال کې ده چې د هغه د بیانیې په ورځ په افغانستان کې یوې چاودنې درې امریکایي سرتیري ووژل او درې نور یې ټپیان کړل. او يوه ورځ وروسته بيا په کابل کي د بريتانيا پر يوه امنيتي شرکت باندي سخت بريد وشو.

خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي ماموریت یا یوناما مرستیال توبي لینزر، بیا د افغانستان ستونزو ته اشاره وکړه. همدا اوس د طالبانو او داعش د بریدونو تر څنګ ۳،۶ میلیونه افغانان د لوږي له ګواښ سره مخامخ دي.

هغه وویل: «دا د افغانستان د خلکو له پاره تر ټولو خراب وخت دی خو بیا هم په ډیرو مهمو برخو کې پرمختګونه شوي دي.»

ms/nz (dpa, Reuters)