1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د مطبوعاتو آزاديافغانستان

افغانستان کې د یوټیوب چینلونه؛ طالبان د فعالیت جوازونه ورکوي

۱۴۰۲ آبان ۱۹, جمعه

په افغانستان کې اوسمهال د یوټیوبرانو بازار تود شوی. اوس سلګونه ځوانان پر یوټیوب فعالیت کوي، له دې ډلې د ښځینه یوټیوبرانو فعالیت هم د یادونې وړ دی. پر رسنیو د محدودیتونو سربيره د یوټیوب له لارې رسنیز فعالیتونه ډیر شوي.

https://p.dw.com/p/4YeUZ
Symbolbild YouTube
انځور: Imago/photothek/T. Trutschel

په افغانستان کې د تېر جمهوري نظام د سقوط په شپو او ورځو کې پر یوټیوب د ځوانانو فعالیتونو وده وکړه، له طالب وسله والو سره مرکې، د پخوانیو چارواکو په کورونو کې د پیسو او قیمتي توکو موندنه او نور... د یوټیوبرانو لپاره تاوده مسایل وه.

۲۸ کلن سمیع الله هڅاند چې له تېرو شپږو کلونو راهيسي پر یوټیوب فعالیت کوي، له خپلو فعالیتونو خوښ دی، خو زیاتوي چي پر افغانستان د طالبانو په بیا حاکمیت سره یوټیوبران نه شي کولای چې په هيواد کې له یوټیوب څخه پیسې تر لاسه کړي.

د نوموړي په خبره اړ یوو چي په بهرنیو هېوادونو کي د خپلو پیسو تر لاسه کولو لپاره باوری کس معرفي کړو. هڅاند، یوټیوبرانو ته د پیسو نه ورکولو چاره ستونزمنه بولي او وايي چي اوس له یوټیوب څخه په خورا سختۍ په بهرنیو هېوادونو کې عاید تر لاسه کوي.

هڅاند زیاته کړه د طالبانو حکومت د یوټیوبرانو د فعالیتونو پر وړاندي سختې پالیسۍ نه لري، خو ځیني وختونه له چارواکو او ځینو سېمو څخه د پروګرام جوړولو ته اجازه نه ورکوي: «دا چې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یوټیوبرانو ته د فعالیت جوازونه ورکوي، غوره اقدام دی، ځکه پدې سره به د خپلسرو یوټیوبرانو د فعالیتونو مخه ونېول شي.»

نوموړي دغه راز غوښتنه وکړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دي په پرله پسې ډول د یوټیوبرانو پر فعالیتونو څارنه وکړي، ځکه ځیني یوټیوبران نه یوازي چي د ټولنیزو رسنیو اصول له پامه غورځوي، بلکي د افغان ټولنې د دود او فرهنګ پر خلاف هم فعالیتونه کوي.

د هغه په خبره، هغه یوټیوبران چي له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه د کار کولو جواز تر لاسه کوي، حکومتي ادارې باید یادو یوټیوبرانو ته پر وخت معلومات ورکړي او په ټوله کي د غوره فعالیت زمینه ورته برابره کړي.

په افغانستان کې د تېر جمهوري نظام د سقوط په شپو او ورځو کې پر یوټیوب د ځوانانو فعالیتونو وده وکړه، له طالب وسله والو سره مرکې، د پخوانیو چارواکو په کورونو کې د پیسو او قیمتي توکو موندنه او نور... د یوټیوبرانو لپاره تاوده مسایل وه.
په افغانستان کې د تېر جمهوري نظام د سقوط په شپو او ورځو کې پر یوټیوب د ځوانانو فعالیتونو وده وکړه، له طالب وسله والو سره مرکې، د پخوانیو چارواکو په کورونو کې د پیسو او قیمتي توکو موندنه او نور... د یوټیوبرانو لپاره تاوده مسایل وه.انځور: ZOHRA BENSEMRA/REUTERS

۳۰ کلن افغان یوټیوبر متین احساس بیا وایي: «په افغانستان کې له سیاسي بدلون وروسته رسنیز فعالیتونه محدود شوه او ځيني رسنۍ وتړل شوې، له دې تشې په استفادې یو شمیر ځوانانو پر یوټیوب فعالیتونه راپیل کړه، چي تر دې مهاله یې غوره نتیجه لرلې ده.»

احساس زياتوي: «هغه خبریالان چي دندې یې له لاسه ورکړي، هغوی هم یوټیوب ته مخه کړه، ځکه یوټیوب د هغوی لپاره د عاید تر لاسه کولو سرچینه ګرځېدلې.»

د هغه د معلوماتو پر اساس په وروستیو کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یوټیوبرانو ته د فعالیت جوازونو ورکولو پروسه پیل کړې او یوټیوبرانو ته د جواز ورکولو لپاره یې یوه سلسله شرایط هم ټاکلي دي.

د ټاکل شوو شرایطو پر اساس هر یوټیوب چینل باید د امتیاز څښتن ولري، د کاري ډلې په ګډون د مسئول مدیر لرل هم له شرایطو بلل کیږي.

مسئول مدیر داسي کس وي چي د افغانستان تابیعت ولري، حقوقي دوسیه ونه لري او د ژورنالېزم له پوهنځۍ فارغ وي.

نوموړي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري یوټیوبرانو ته د جواز ورکولو پروسه اوږده او ستړې کوونکې وبلل او ټینګار یې وکړ چي د یوټیوبرانو د اسانتیا لپاره باید یاده پروسه لنډه او اسانه کړل شي.

نوموړي وویل حتی یوټیوبران نه شي کولای، چې په اتو میاشتو کې د فعالیت جواز تر لاسه کړي.

هغه د ستونزو په برخه کي وویل چي یوټیوبران اول لاس معلوماتو ته لاس رسی نه لري، دغه راز د فعالیت ساحه یې محدوده شوې او امنیتي کسان اجازه نه ورکوي چي په ښار او نورو سېمو کې خپرونې جوړي کړي.

ولې افغانستان کې پر رسنیو محدودیتونه ډیر شوي دي؟

احساس د وروستۍ غوښتنې په توګه وویل چي افغان یوټیوبرانو ته د معلوماتو ورکولو برخه پیاوړې شي، د طالبانو امنیتي سرتیري په ساحو کي د یوټیوبرانو د فعالیت مخنیوی ونه کړي، څو یوټیوبران وکولای شي چي د افغانستان حقیقي تصویر افغانانو او نړیوالو ته وړاندي کړي.

افغان یوټیوبر عبدالواسیع صمدي بیا د یوټیوب د اوسنۍ پالیسۍ له مخي افغان یوټیوبرانو ته د فعالیت عاید نه ورکول لویه ستونزه وبلل او زیاته يې کړه، نه شي کولای چې په بهرنیو هېوادونو کې د عاید تر لاسه ورکولو ته رسېدنه وکړي. نوموړي د عاید تر لاسه کولو په برخه کي د اسانتیا غوښتنه وکړه.

صمدي وویل: «هغه یوټیوبران چې له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه د فعالیت جواز ونه لري، له سختو ستونزو سره مخامخ دي او هغوی ته د طالبانو د امنیتي سرتیرو له لوري د فعالیت اجازه نه ورکول کیږي.»

نوموړي د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه وکړه چي د افغان یوټیوبرانو پر وړاندي د سختو پالیسو له غوره کولو ډډه وکړي، د جواز ورکولو پروسه اسانه کړي او د معلوماتو ورکولو په برخه کې له یوټیوبرانو سره اړینه همکاري وکړي.

بل خوا د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر رسنیو د څار رئيس عبدالواحد ریان وایي، افغان یوټیوبرانو ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د دریو کلونو لپاره په پنځه زره افغانۍ د فعالیت جواز ورکول کیږي.

ښاغلي ریان د یوټیوبرانو هغه نیوکې هم په کلکه رد کړې چي ګواکي د هغوی د فعالیت ساحه محدوده شوې ده.

د ریان په خبره یوټیوبرانو ته د فعالیت جواز ورکولو لپاره یې اسانه شرایط ټاکلي، دا چي د فعالیت جواز تر لاسه کوونکی له ژورنالیزم او یا ادبیاتو فارغ وي او دغه راز په رسنیز ډګر کي کاري تجربه ولري.

ریان زیاته کړه یوټیوبرانو ته د دې لپاره د فعالیت جواز ورکول کیږي چي یو شمیر یوټیوبرانو په خپلسري ډول فعالیت درلود او له دې وروسته به د خپلسرو یوټیوبرانو د فعالیت مخه ونېول شي: «طالبان د یوټیوب لپاره ځانګړې نشراتي پالیسې نه لري، د امارت هغه نشراتي پالیسې چې د ټولو رسنیو لپاره ټاکل شوي، پر یوټیوب د فعالیت په برخه کي همدغه پالیسې پلې کیږي.»

نوموړي زیاته کړه افغان یوټیوبران باید د خپرونو پر مهال ملي ګټي او اسلامي ارزښتونه نقض نه کړي، دغه راز به ښځینه یوټیوبرانې په حجاب کي فعالیت کوي.

د ریان په خبره تر دې مهاله د طالبانو له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره ۲۳۱ افغان یوټیوبران ثبت شوي، له دې ډلې ځینو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شوي او د ځینو نورو جوازونه تر پروسیس لاندي دي.

ص. م / خ. ح / ن. ز

DW Academy - Disclaimer - PAS
انځور: DW Akademie