1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د مطبوعاتو آزاديافغانستان

په افغانستان کې خبریالانې له کومو ستونزو سره مخامخ دي؟

۱۴۰۲ آبان ۱۵, دوشنبه

په افغانستان کې د طالبانو له بيا واک ته رسېدو سره سم لسګونه غږیزې، انځوریزې او چاپي رسنۍ وتړل شوې. او هغه چې بيا فعاله دي پر ښځینه خبریالانو يې یو لړ محدودیتونه وضع شوي دي.

https://p.dw.com/p/4YSKE
Afghanistan Sender TOLO News | Khatereh Ahmadi, Moderatorin
انځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

په افغانستان کې د آزادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) د معلوماتو له‌ مخې، تر دې مخکي په ټول افغانستان کې شاوخوا ۱۲زره کسان له بیلابیلو رسنیو سره په کار بوخت ول چې یوه مهمه برخه یې خبریالانې او یا د رسنیو کارمندانې وې.

د يادي ادرې د معلوماتو پر اساس، اوس دغه شمېر یوازې تر ۶ زره کسانو رسیږي چې یوه ډيره کوچنۍ برخه یې نجوني دي.

په کابل کې د شمشاد ټلویزیون خبریاله او ویانده یاسمین صافۍ چې له تېرو دوو کلونو راهیسې له دغې رسنۍ سره کار کوي وايي چې د طالبانو له لوري د ټلویزیون پر ښځینه ویاندویانو د ماسک جبري کولو یې له دغه مسلک سره مینه کمه کړې ده.

د هغې په خبره، سره له دې چې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت له لوري د حجاب مراعت کولو مسئلې ته هم پام کوي، خو زیاتوي چې بیا هم ورسره ځيني طالب چارواکي او د طالبانو ملاتړي سیاسي تحلیل‌ګران سټيډیو ته د بحث لپاره نه حاضريږي.

صافۍ په دې هکله دویچه ویله ته وویل: »ماسک راباندې جبري شوی، یو ساعت خپرونه مخکې وړم، بحث هم پکې لرو، نو یو ساعت ماسک اغوستل هم زړه راتنګوي، ساه مې بنديږي. دا زموږ لپاره ډېره سخته ده، بل دا چې څوک راسره بحث ته هم نه حاضريږي، حجاب هم کوو، خو دا چې زه یوه نجلۍ یم، دوی نه راځي. همدارنګه کله چې د یوې موضوع په اړه له طالب چارواکو معلومات غواړو، هم ژر ځواب نه راکوي.»

آیا پر رسنیو محدودیتونه به لیرې که لا پسې ډیر شي؟

میترا مجیدي بیا، بله افغان خبریاله ده چې له طلوع نیوز تلويزيون سره د خبریالې په توګه کار کوي، وايي چې طالب چارواکي ورسره دوه ګونی چلند کوي او د دوی په پرتله له نارینه خبریالانو سره ښه، خو له دوی سره یې بیا رویه هغسې نه وي.

د متیرا په خبره، ډير کله داسې ورسره شوي چې د طالب چارواکو له لوري ورته پر وخت د یوې خبرې موضوع په اړه معلومات نه وي ورکول کيږي چې بیا یې له امله د دې د هغې ورځې راپور هم نیمګړی پاتيږي.

میترا وايي: «همدا دولتي ویاندویانو ته چې زنګ کوو، ځواب نه راکوي، مسیج مو په اسانۍ نه ځوابوي، څو ځله یې چې ماته معلومات نه دي راکړي، زما راپور پاته شوی دی، له نورو هلکانو سره بیا دوی ډير ښه دي.»

دا یوازې د افغان ښځينه خبریالانو یاسیمن او میترا کیسه نه ده، بلکې په افغانستان کې ډېري خبریالانې له دغه ډول بیلابیلو ستونزو سره مخ دي.

لومړي لاس معلوماتو ته نه لاسرسی، د اړیکو نه ځوابول، په سټیډیو کې له ښځینه خبریالانو سره نه کېناستل، د ماسک او بشپړ حجاب مراعتول او د خپرونو پرمهال په خندا کولو له بندیز سره سره داسې خبریالانې هم شته چې وايي، طالب چارواکي یې خپلو خبري غونډو ته ورغواړي خو بیا یې د غونډې ځای ته په دې بهانه نه ور پریږدي چې ګويا حجاب مو نه دی مراعت کړی او یا هم درسره د کورنۍ غړی «محرم» نشته.

په افغانستان کې د طالبانو له بيا واک ته رسېدو سره سم لسګونه غږیزې، انځوریزې او چاپي رسنۍ وتړل شوې.
په افغانستان کې د طالبانو له بيا واک ته رسېدو سره سم لسګونه غږیزې، انځوریزې او چاپي رسنۍ وتړل شوې.انځور: Wakil Koshar/AFP/Getty Images

د سلما په مستعار نوم په کابل کې د یوې غږیزې رسنۍ خبریاله وايي، له تېر یو کال راهیسې به لږ تر لږه لس ځله داسې ورسره شوې وي چې د طالبانو له غونډو او کنفرانسونو څخه راګرځول شوې ده.

سلما دویچه ویله ته وویل: «زنګ وهي یا دفتر ته پیغام پریږدي چې خبریال مو راولیږئ، موږ غوڼده لرو. خو زه چې کله هم ورغلې یم، هغه د دروازې طالبان راته په ډير بد نظر ګوري، وايي حجاب دې سم نه دی، ولې دې رنګه جامې اغوستي، ولې درسره محرم نشته؟ بیا چې موږ یې له هغه مشرانو سره اړیکه ونیسو، نو کله اجازه راکړي او کله هم نه، راپور مو پاتې شي، همداس راځو.»

په افغانستان کې د اوسنیو فعالو ښځینه خبریالانو ستونزې مو په افغانستان کې د آزادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) د مشر مخې ته کېښودې. د دغې ادارې مشر ظریف کریمي وايي چې په ځلونو یې هڅه کړې چې د طالبانو له مسئولانو سره د افغان خبریالانو د ستونزو راکمولو په تړاو ليدني کوي، خو زیاتوي چې یوازې ژمنې ورسره شوې دي.

د کریمي په خبره، دوی په هيواد کې د ټولو افغان خبریالانو په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو ستونزو ته متوجې دي: «له بده مرغه، په هيواد کې له سیاسي بدلونونو را وروسته چې سلګونه رسنۍ ورسره وتړل شوې او زرګونه خبریالان ورسره بې کاره شول، ډېره اغیزمنه برخه یې افغان ښځينه خبریالانې وې، اوس چې په هيواد کې کومې خبریالانې کار کوي، واقعیت دی چې له ګڼو مشکلاتو سره مخ دي، هڅه کوو چې تر خپله وسه ورته کار وکړو او ستونزې یې راکمې کړو.»

خو دا چې په افغانستان کې د دغو خبریالانو ستونزو ته به کله او څنګه رسید‌ګي کیږي، وخت به یې ځواب ووايي. د نی د معلوماتو پراساس له تېرو دوو کلونو راهیسې په ټول هيواد کې ۵۰ سلنه انځوریزې، ۴۸ سلنه غږیزې، ۶۰سلنه خبري اژانسونه او ۸۰ سلنه انلاین رسنیو خپل فعالیتونه درولي چې شاوخوا ۶زره کسان ورسره بې دندې شوي دي.

س.ع.س / خ.ح / ن. ز

DW Academy - Disclaimer - PAS
انځور: DW Akademie