1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې بې وزلي او د خوارکي توکو د بیو لوړیدل

۱۴۰۰ بهمن ۲۷, چهارشنبه

واک ته د طالبانو تر رسیدو شپږ میاشتې وروسته په افغانستان کې بشري وضعیت سخت خراب شوی دی. د بشري مرسته کوونکو په وینا په میلیونو انسانانو خپل کارونه له لاسه ورکړي او له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

https://p.dw.com/p/475uU
Afghanistan | Bäckerei in Kabul spendet Brot
انځور: Ali Khara/REUTERS

د پاملرنې نړیوال سازمان «کییر انترنیشنل» د سه شنبې په ورځ د آلمان په بن ښار کې د خپل رپوټ د وړاندې کولو پر مهال وویل چې په میلیونو افغانان بې روزګاره شوي او د نورو راتلونکو میاشتو له پاره کومه ذخیره هم نه لري. د دغه سازمان په وینا د افغانستان تر نیمایي زیات وګړي له سختې لوږې سره مخامخ دي.

Afghanistan | Bäckerei in Kabul spendet Brot
انځور: Ali Khara/REUTERS

په آلمان کې د دغه سازمان مشر کارل اوتو څینتل ویلي دي: «موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې د افغانستان له کړاو سره د مخامخو کسانو ملاتړ غښتلی کړي.» د هغه په خبره د ښځو او نجونو سره دې مرستې زیاته شي چې له دغه وضعیته تر ټولو زیاتې اغیزمنې شوي دي.

نوموړې ویلي دي چې د مرستو له پاره اړین استثنایي مقررات باید تائید شي، څو اوسني بندیزونه له دې وروسته د مرستندویه توکو رسول او د بشري مرستو نور ستر پروګرامونه اغیزمن نه کړي. هغه یادونه کړې چې له دغو مرستو سره د خلکو ژوند تړلی دی.

Afghanistan | Bäckerei in Kabul spendet Brot
انځور: Ali Khara/REUTERS

په عین وخت کې د یاد سازمان په وینا په افغانستان کې د اساسي خوراکي توکو بیې په تیرو میاشتو کې دوه برابره لوړې شوي دي او د خلکو ورځنی ژوند یې ډېر سخت کړی دی. زیاته شوې ده چې شپږ میاشتې مخکې د پنځه کیلو کچالو بیه ۱۱۰ افغانۍ وه چې اوس یې به ۲۷۰ افغانیو ته رسیدلې ده. همداشان ډېر خلک اړ شوي دي چې د خپلو کورونو آخري لوازم هم وپلوري، څو د ورځې یو وخت خواړه برابر کړی شي.