1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د ناټو درې سرتيري ووژل سول

۱۳۹۷ مرداد ۱۴, یکشنبه

د يکشنبې په ورځ د افغانستان په پروان ولایت کي د ناټو پر پلي ګزمه په بريد کي د دغې ټلوالې د درو غړو د وژل کېدو خبر ورکول سوی دی. طالبانو د دغه برید مسئولیت په غاړه اخیستی دی.

https://p.dw.com/p/32dgu
Afghanistan US-Soldaten in der Provinz Logar
انځور: Reuters/O. Sobhani

د آلمان د خبري آژانس د خبر په حواله په افغانستان کي د ناټو د قاطع ملاتړ عسکر پر پښو په ګزمه ول چي ورباندي د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د اګست ۵مه نېټه) ځانمرګی بريد وسو. ياد خبري آژانس د خپل خبر منبع د ناټو اعلاميه ښودلې ده.

د ناټو په اعلاميه کي راغلي چي يو امريکايي او دوه افغان عسکر په دغه بريد کي ژوبل سوي هم دي. خو په اعلاميه کي د بريد دقيق ځای نه دی ښودل سوی. په دې هکله هم معلومات نه دي ورکول سوي چي وژل سوي د ناټو عسکرو د کوم هيواد سره تړاو درلود. دا ډول معلومات پخپله د اړونده وژل سوو عسکرو هيوادونه تصديق کوي.

د پروان ولايت د والي دفتر ويلي دي چي دغه پېښه د سهار په تقريبا شپږ بجې د چاریکار په سيمه کي هغه وخت رامنځ ته سوه، کله چي پر پښو روان بريدګر خپل ځان ته د عسکرو د ګزمې سره انفجار ورکړ. د وروستیو معلوماتو له مخې طالبانو د دغه برید مسئولیت په غاړه اخیستی دی.